تازه خبرونه
القاعده په افغانستان کې نشته؛ خو د داعش پر وړاندې مبارزې ته ژمن یوو – حقاني
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ويلي، القاعده په افغانستان کې پوځي ځواک نلري او دغه شبکه اوس نړیوال امنیت ته ګواښ ندی.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي له یوې هندي شبکې ته په افغانسیتان کې د القاعد حضور رد کړی دی.
سراج الدین حقاني ويلي؛ د القاعدې هیڅ غړی په افغانستان کې پوځي حضور نلري او دغه شبکه له افغانستان څخه د سیمې هېوادونه نشي ګواښلی.
ښاغلی حقاني په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له داعش سره په جګړه کې دی او په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره پخپلو ژمنو ولاړ هم دی.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ویلي؛ مونږ له نړۍ او اسلامي هېوادونو سره د داعش په اړه پر کړیو ژمنو ولاړ یوو او د دې ډلې پر ضد مو ګامونه پورته کړي دي؛ خو د القاعده په اړه باید ووایم، چې دا شبکه په افغانستان کې نشته او نور نړۍ ته ګواښ نه بلل کېږي. نړۍ ته زمونږ پیغام دا دی، چې نور په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته او نه به اجازه ورکړو، چې افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل شي. زمونږ ځواکونه دا توان لري، چې د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ته د ګواښ مخه ونیسي.
سراج الدین حقاني په افغانستان کې د جیش محمد او لشکر طیبه ډلو د حضور په اړه د هند اندېښنه هم بې بنسټه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې اسلامي امارت د هند په ګډون د بهرنیو هېوادونو د دیپلوماتیکو سیمو او دیپلوماتانو امنیت خوندي کولو ته چمتو دی.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي، د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که هند وغواړي په افغانستان کې د جیش محمد او لشکر طیبه پر ضد پلان شوي پوځي عملیات وکړي؛ آیا د افغانستان اسلامي امارت له دغه هېواد سره همکارۍ ته چمتو دی، وايي: په افغانستان کې د جیش محمد او لشکر طیبه د حضور په اړه د هند اندېښنه بې بنسټه ده. مونږ له هند سره ډېرې نږدې اړیکې غواړو. دا ډول وېره بې بنسټه او د نه منلو وړ ده.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت هڅه کوي له هند سره ښې دیپلوماټیکې اړیکې ولري او غواړي د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره هم مثبتې سیاسي اړیکې وپالي.
هغه وایي: مونږ ټولو هېوادونو ته په افغانستان کې د دیپلوماتیکو ځایونو د امنیت ټینګولو ډاډ ورکوو. هند باید دا ډول اندېښنه ونلري. مونږ ډاډ ورکوو، چې په افغانستان کې به خوندي وي. مونږ چمتو یوو، چې د پانګوالو او دیپلوماتانو امنیت خوندي کړو. هیڅ ډول وېرې ته ځای نشته. په دې اړه باید هیڅ اندېښنه و نشي.
له دې مخکې هم د اسلامي امارت څو لوړ پوړیو چارواکو له هندي رسنیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړی و، چې د دغه هېواد د دیپلوماتیکو ځایونو او سیاسي چارواکو امنیت به ټینګوي او نوی دیلي کولی شي، چې په افغانستان کې خپلې ودانیزې چارې روانې وساتي او خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ادعا کړې، چې د القاعده مشر ایمن الظواهري د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکا په یوه هوايي برید کې وژل شوی او د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د افغانستان نويو واکمنانو د القاعدې مشر ته په پناه ورکولو سره د دوحې له تړون سرغړونه کړې؛ خو د اسلامي امارت ویاند دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا د دوحي له تړون او نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده. اسلامي امارت یوازې د امریکایي څارګرې الوتکې برید تائید کړی؛ خو د ایمن الظواهرې په اړه یې تر دې دمه څه ندي ویلي.
