تازه خبرونه

الکترونيکي تذکرې به ډېر ژر ووېشل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د الکترونیکي تذکرو اداره وايي چې د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې به درې ورځې وروسته یعنې د زمري په اته ویشتمه د تذکرو وېشلو ته د تیاري دوره پیلوي.

 د دې ادارې اجرايي رییس زمری باهر وويل، چې دوی هېڅ ډول ستونزه نه لري او تیار دي چې د تذکرو وېش پیل کړي. د هغه په وینا په لومړي سر کې د څلورو سوو زرو کسانو اسناد بشپړ شوي چې په لومړي سر کې به تذکرې پرې ووېشل شي.

د مدني ټولنې یو شمېر فعالین د الکترونیکي تذکرو د ادارې لیدنې ته ورغلي وو. دوی ته د دغې ادارې اجرايي رییس وايي چې د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې دوی ته د تیاري او ازمويښتي دوه میاشتنۍ او درې میاشتنۍ دورې ټاکل شوې دي چې د زمري په اته ویشتمه به د تیاریو دوره پیل کړي.

که څه هم د وزیرانو شورا پرېکړه کړې چې د الکترونیکي تذکرو وېش باید د زمري په اته ویشتمه پیل شي، خو افغان ولسمشر ویلي چې لا هم د الکترونیکي تذکرو د وېشلو په مخ کې تخنیکي ستونزې پرتې دي.

 سره له دې چې د الکترونیکي تذکرو د ادارې مسولین بیا وايي چې هېڅ ډول تخنیکي ستونزه نشته.

دغه اداره وايي چې د څلورو سوو زرو کسانو اسناد بشپړ شوي او په دغو کسانو به په لومړي سر کې الکترونیکي تذکرې ووېشي.

د نفوسو د ثبت او احوال قانون څو میاشتې مخکې توشیح شو، خو وبه لیدل شي چې د زمري په اته ویشتمه د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر پیلیږي او که به بيا هم له ستونزو سره مخ شي. 

Trending

Exit mobile version