تازه خبرونه

الکوزی: د بیمې د منظم سیستم پرته پانګوال سمه پانګونه نه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي؛ په هیواد کې د بیمې د منظم سیستم د نه شتون له امله پانګوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال – خان جان الکوزی وایي؛ ترهغو چې په افغانستان کې د بیمې یو منظم سیستم رامنځ ته نشي، بهرني پانګوال به په هیڅ ډول په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه نکړي.

نوموړی زیاتوي چې ساختمان، بانکداري، ترانسپورټ، کرنه او مالداري هغه څانګې دي چې د بیمې له فعال سیستم پرته څوک د پانګونې لپاره ورته زړه نه ښه کوي.

ښاغلی الکوزی وايي چې افغانستان کې لاهم د بیمې جامع قانون نشته او په تیرو د یارلسو کلونو کې چا ورته پام ونه کړ:

هغه پخوانی قانون چې د مالیې وزارت یې کاروي، ناقص دی. اوس باید په نړیوالو معیارنو برابر د بیمې قانون جوړ کړي. د بیمې په نامه له موټرو څخه د بیمې په نامه پیسې اخستل کیږي؛ خو کله چې ستونزه رامنځ ته شي، بیا دولت هیڅ هم نه کوي.

د مالیی وزارت هم منی چې د بیمی اوسنی سیستم دهیواد اوسني اقتصادي نظام لپاره د بسنه نه کوي.

د مالیې وزارت ویاند – اجمل حمید عبدالرحیم زی وایي چې په ۱۶ فصلونو کي د بیمې د قانون لپاره نوې طرحه د عدلیې وزارت ته سپارلې ده.

د مالیې وزارت نوې رهبري غواړي چې د بیمې په نوې طرحې کار چټک شي، تر څو د قانون بڼه خپله کړي. هڅه کوو چې دا ستونزه حل کړو؛ ځکه په دې سره پخپله د حکومت په عوا یدو کې هم زیاتوالی راځي.

ښاغلی عبدلرحیمزی وایي؛ که د بیمې په برخه کې خصوصي سکتور لیوالتیاو لري، دوی ورته زمینه برابروي.

دمګړۍ په افغانستان کې د بیمې درې خصوصي شرکتونه فعال دي.

خبریال: اسلم حجاب

 

Trending

Exit mobile version