کوید۱۹

اماراتو د افغانستان او اندونیزیا پر مسافرینو بندیز لګولی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۹, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ متحده عربي اماراتو سبا یکشنبه د چنګاښ ۲۰ د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د انډونیزیا او افغانستان د مسافرو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

راپور زیاته کړې، چې دا سپارښتنه د ترانزیټ الوتنو لپاره په پام کې نیول شوې نده.

اماراتو پر هغو کسانو هم بندیز لګولی، چې له تېرو ۱۴ ورځو راپدیخوا په افغانستان او اندونیزیا کې دي.

دې هېواد پخپلو خلکو هم غږ کړی، چې افغانستان او انډونیزیا ته دې له سفره ډډه وکړي.

د ډیپلوماټانو، بېړنیو ناروغانو، حکومتي پلاویو سفرونه، اقتصادي او عملي چارې له دې سپارښتنې وتلي دي.

افغان چارواکو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version