تازه خبرونه

امام علي رحمان: افغانان بايد خپل راتلونكی برخليك د ټاكنو له لارې معلوم كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د تاجكستان ولسمشر وايي، د افغانستان برخليك بايد د ټاكنو له لارې معلوم شي. هغه په افغانستان كې د غښتلې حكومتدارۍ په باب له ټينګار سر بېره وويل، چې د سيمې ثبات د افغانستان په ثبات پورې تړلى دى.

افغان ولسمشر حامد كرزي د تاجكستان له ولسمشر سره په بېلا بېلو برخو كې پنځه تفاهم ليكونه لاسليك كړل.

د افغانستان د را روانو ټاكنو په باب اندېښنو تر سيمې ريښې غځولي دي، د تاجكستان ولسمشر امام علي رحمان د چهارشنبې په ورځ ( د وري په ۶ ) كابل ته د سفر په ترڅ كې وويل:

افغانان بايد خپل راتلونكي برخليك په خپله د ټاكنو له لارې معلوم كړي. د هغه په وېنا د افغانستان او سيمې ثبات سره تړلي دي.

نوموړي په افغانستان كې د غښلې حكومت دارۍ تمه وښوده او زياته يي كړه، چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو له وتلو وروسته حكومت داري بايد غښتلې شي.

همدارنګه افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، چې له امام علي رحمان سره د سيمې او نړۍ پر مسايلو غږېدلى، خو هغه د دې خبرو په باب زيات جزئيات ورنكړل.

د تاجكستان ولسمشر د نوروز په جشن كې د ګډون لپاره كابل ته راغلى. ټاكل شوې ( د وري په ۷ ) په ولسمشرۍ ماڼۍ كې د څه باندې يوولسو هېوادونو د چارواكو په شتون كې د نوروز جشن جوړ شي.

Trending

Exit mobile version