تازه خبرونه

امرالله صالح د تخار په هوايي برید کې د ملکي وګړیو د وژلو ادعاوې رد کړې

Published

on

د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح هغه تورونه رد کړل، چې ګڼې د تخار په هوايي برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

امرالله صالح د خپل فیسبوک پر پاڼه لیکلي؛ هغه خبرونه، چې د تخار پر یوه جومات په بمبارد کې ماشومان وژل شوي دي بې اساسه  دي.”

د ولسمشر لومړي مرستیال څرګنده کړې؛ هغه چا، چې پرون زمونږ ځواکونه په وینو کې لت پت کړي، له منځه تللي او مونږ په دې اړه د ډاد وړ ثبوت لرو.

حکومتي سرچینو ویلي، چې افغان هوایي ځواکونو د تخار ولایت د هزاره قرلق د کلي په لوی جومات کې د طالبانو یوه ناست بمبارد کړې ده.

د عیني شاهدانو په وینا؛ په هوایی برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او نور کسان ټپیان دي.

په جومات کې د طالبانو د شتون په اړه متضاد راپورونه هم خپاره شوي دي.

ټپي ماشومانو ویلي، چې د برید پرمهال طالبان په جومات کې ول. په داسې حال کې، چې ټپي ملا امام ویلي؛ له برید مخکې طالبان له جوماته وتلي وه.

امرالله صالح په عین حال کې خبرداری ورکړی؛ هغه څوک، چې ګنګوسې خپروي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ ما پخپله ثبوت ولیده او په حکومتي او اخلاقي واک مې خپلې خبرې وړاندې کړي دي؛ ډاډه اوسئ.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت د جومات په برید کې د ۱۲ طالبانو او څو قومندانانو وژل کیدل تائید کړي؛ خو وایي، چې په پېښه کې د ملکي وګړیو د ادعاوو د څېړلو لپاره یو پلاوي هم ټاکل شوی دی.

Trending

Exit mobile version