تازه خبرونه
امرالله صالح د سړکونو پر بندیدو له کابل ښاریانو بښنه وغوښته
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د باغ بالا د اړوند سړکونو د بندیدو له کبله د کابل له اوسیدونکیو بښنه وغوښته.
د باغ بالا او افشار سړکونه تېر مازیګر د ترافیکو پرمخ تړل شوي وه او خلک په دې باور دي، چې د ترافیکو د بندیدو لامل په انټرکانټینینټال هوټل کې د امرالله صالح د زوی واده بولي؛ خو صالح ویلي، چې هغه د دغو سړکونو د تړلو لارښوونه نده کړې.
هغه پر فیسبوک پاڼه څرګنده کړې، چې ما یوې امنیتي ادارې ته هم سپارښتنه نده کړې، چې سړکونه بند کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ که له دې پېښې کړېدلي یاست، زه له هر یوه بښنه غواړم.
امرالله صالح دا هم په ډاګه کړې، چې سړک د کابل د استازي خان محمد وردګ پر موټریز کاروان د چاودنې له کبله تړل شوی و.
نوموړي منلې، چې دوی په انټرکانټینینټال هوټل کې مراسم درلودل او لوړ پوړي دولتي میلمانه رابلل شوي وه، چې د ده پر باور کېدی شي د دوی د تګ راتګ لپاره لارې تړل شوي وي.