بی بی سی پښتو

امرالله صالح: نیمه کورنۍ او د دفتر غړي مې په کورونا وېروس اخته شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۵, ۱۳۹۹)

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، نیمه کورنۍ او د دفتر غړي یې په کورونا وېروس اخته شوي دي. ښاغلي صالح پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې افغانستان د کورونا وبا له امله په بدترین حالت کې دی.

“لطفاً ددې هېواد د عامې روغتیا د وزارت سپارښتنې جدي ونیسئ او په خپلو کورنیو یې پلي کړئ. موږ ټول باید په ګډه کار وکړو څو دا وېروس له منځه یوسو، خو بیا هم هېڅوک په امن کې نه دي. زما د کورنۍ له نیمايي غړو څخه زیات او د دفتر ټول همکاران مې په دې وېروس اخته شوي دي.”

ښاغلی صالح وايي، چې د دې پېښو په اړه یې مخکې له مخکې خبر درلود او په ټکو یې دولت د خلکو په چوپړ کې دی.

دوه ورځې وړاندې هم ښاغلي صالح په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي وو چې په افغانستان کې د کورونا وېروس بحران لا خپل اوج ته نه دی رسېدلی، او پر خلکو یې غږ کړی و چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پام وکړي.

د روغتیا وزارت نوی سرپرست: خلک له ناسمو روغتیایي خدماتو تر پوزې راغلي

بل لور ته د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزير احمد جواد عثماني نن د پنجشنبې په ورځ خپله پېژندغونډه کې وویل، په عادي شرایطو او له کورنا مخکې حالت کې هم د افغانستان روغتونونو د ټیټ کیفیت له امله د خلکو باور تر لاسه نه کړ.

د نوموړي په خبره، که څه هم تېرو دوو لسیزو کې د مور ماشوم د مړینې کمښت کې پاموړ کموالی راغلی، د روغتیا برخه کې نور پرمختګونه شوي، خو بیا هم روغتیایي خدمتونه له اړتیا خورا ټیټ او کمزوري دي:

“له دې بد وضعیت په تېرو تر روغتونونو خلک تر پوزې راغلي، ډېر خلک چې خپلوان یې په کورونا اخته دي رسنیو کې تل دا خبرې کوي چې د خدمتونو د کمښت یا نشتولي له امله اړ شول چې د روغتون په ځای کور کې درملنه وکړي او دا دردوونکې ده”.

په دا مهال د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېر شپه او ورځ کې د هېواد په لابراتوارونو کې ۱۰۷۹ د کورنا وېروس نمونې معاینه شوې چې له ډلې یې ۷۸۷ مثبت ختلې دي.

ښاغلي عثماني دا هم وویل، چې له کورونا سره مبارزه، په روغتونونو کې سمون(اصلاحات) او د نادولتي موسسو پر روغتیايي چوپړونو څار د ده د دندې لپاره درې اېښودل شوي شرطونه دي.

ښاغلی عثمانی وایي، له کورونا سره مبارزه کې د عامې روغتیا وزارت کړې هڅې منسجموي:

“طرحې او پلانونه به ورته جوړ کړم چې له کورونا سره مبارزه هم وشي، د تشخیص ظرفیت به لوړ کړو، قرنطین او تجرید مرکزونه به په داسې ځایونو بدل کړو چې خلک په ډاډه زړه را شي. په روغتونونو کې د درملنې معیار لوړ کړو”.

ښاغلی عثمانی په روغتونونو کې د سمون را وستلو او بنسټیزو بدلونونو ژمنه هم کوي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې روغتیايي چوپړونه د نادولتي موسسو له لوري وړاندې کیږي او په درې روغتونونو کې روغتیايي چوپړونه د عامې روغتیا د وزارت له لوري ترسره کیږي:

“دا چوپړونه جدي بیا ارزولو ته اړتیا لري چې وشو کولی چوپړونه ګټور ثابت شي او هم غیردولتي موسسو پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي.”

Getty Images

دې غونډه کې د افغانستان د عامې روغتیا پخواني وزیر ښاغلي فیروز الدین فیروز ومنله چې په دې وزارت کې ترسره شوي کارونه ښه ، خو کافي نه و، ځکه په ټکو دې وزارت کې ستونزې وې او وي به.

ده وویل، د دندې په پیر کې یې په هېواد کې له څلور سوو ډېر روغتیايي مرکزونه زیات شول.

ښاغلي فیروز زیاته کړه چې په نړیواله کچه د افغانستان د روغتیا وزارت له ښه باوره برخمنه ده او اړیکې یې پراخې دي چې دا وزارت په نړیواله کچه د “ګوې” د بورډ او د “پي اېم.اېن سي اېچ’ غړیتوب لري.

د روان کال د مې په ۳۱مه نېټه افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډاکټر احمد جواد عثماني د عامې روغتیا نوی سرپرست او نوماند وزیر ونوماوه.

تر دې دمه د ښاغلي فېروز د لېرې کېدو لامل نه دی څرګند، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نوی سرپرست په داسې مهال خپله دنده پیلوي چې دا هېواد د کورونا وېروس له جدي بحران سره مخ دی.

Trending

Exit mobile version