بلخ @ps

امرالله صالح له طالبانو سره د امریکا د خبرو له لغوه کیدو هرکلی کړی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح له طالبانو سره د امریکا د خبرو د لغوه کیدو هرکلی کړی دی.

په سمنګان ولایت کې د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۱۷) خپلو پلویانو ته د خبرو پر مهال له طالبانو سره د امریکا د خبرو له لغوه کیدو هرکلی کوي.

هغه خپلو پلویانو ته په سمنګان ولایت کې وویل، چې طالبانو ماتې خوړلې او دی به ورته تسلیم نشي.

هغه د تلې پر شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو په تر سره کیدو ټينګار وکړ او خپلو سیالو ډلو ته یې ځينې خبرې درلودې.

دغې کمپاینې غونډې ته راغلیو کسانو غوښتنه کوله، چې سمنګان ولایت باید له درېیمې درجې ولایت څخه دوه یمې درجې ته لوړ شي.

دوی په دغه ولایت کې پر بیارغونې سربېره په دولتي ادارو کې د ځوانو کدرونو پر ګومارنو هم ټينګار درلود.

Trending

Exit mobile version