تازه خبرونه

امريكا، جاپان او انگلستان ۲۸۶ ميليون دالر مرسته كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ماليې وزير وايي؛ امريكا، جاپان او انگلستان د افغانستان د بيا رغونې په برخه كې ۲۸۶ ميليون دالر مرسته كوي.

د ماليې وزير محمد عمر زاخېلوال وايي، چې دا پيسې به د سړك جوړونې، د برښنا بندونو د رغونې او ريل گاډي د پټلۍ په جوړولو ولگيږي.

كه څه هم ، چې له ۲۰۱۴م كال وروسته د اقتصادي ركود وېرې خلك اندېښمن كړي؛ خو سره له دې به هم له افغانستان سره دا درې متحدين خپلې مرستې نه سپموي.

په كابل كې د جاپان سفير هیروشی تاکاشی وايي، چې د دغو مرستو د په ځاى لگولو لپاره جدي هڅو ته اړتيا ده.

افغانستان يو له هغو هېوادونو دي، چې د بهرنيو هېوادونو مرستو ته اړ دى. د ملگرو دولتونو مرستې هم د امنيتي تړون له لاسليك سره گنډه شوي. وليدل شي، چې تر كله به دا مرستې افغانستان ته راروانې وي.

Trending

Exit mobile version