سیمه ییز خبرونه

امريكايي سرتېرو ته د قضايي خونديتوب وركړه ډېره مهمه ده- چك هيگل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امريكايي سرتېرو ته د قضايي خونديتوب وركړه د واشنگټن او كابل ترمنځ يوه ناندريزه ستونزه ده.

كه څه هم ولسمشرحامد كرزي واشنگتن ته له خپل وروستي سفر څخه وروسته په كابل كې ويلي ول، چې امريكايي سرتېرو ته به د قضايي خونديتوب مساله افغانانو ته پريږدي، خو د امريكا دفاع وزارت ته نوماند چك هيگل د جمعې په ورځ(د سلواغې۱۳) د هغه هېواد د مشرانو جرگې د پوځي خدمتونو په كميټه كې ويلي:

امريكايي سرتېرو ته په افغانستان كې د قضايي خونديتوب وركړه ډيره مهمه ده. امريكايي ځواكونه بايد له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغان ځواكونو د روزنې بهير او له القاعدې شبكې سره مبارزه پر مخ يوسي.

نوموړي په ډاگه كړې، چې:

زه له دې سره هوكړه لرم، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته بايد په افغانستان كې پاتې كيدونكي امريكايي سرتېري له القاعده شبكې او ترهگرو سره مبارزه او د افغان ځواكونو روزنه او هغوى ته د سلا مشورو وركړه پر مخ يوسي.

اوس يې وخت دى، چې د افغانستان له حكومت او خلكو سره يو نوى مشاركت پيل كړو.

ويل كيږي، چې امريكايان تل په افغانستان كې خپلو سرتېرو ته د قضايي خونديتوب پرمسالې ټينگار كوي، خو پروسږ كال په كندهار كې د يوه امريكايي سرتېري له خوا د ۱۶ ملكي وگړيو وژل د دې بهير په وړاندې ستونزې پيدا كړې دي.

يو شمېر خلكو او افغان چارواكو په هغه مهال ويلي ول، چې د ۱۶ ملكي وگړيو دا وژونكى بايد په افغانستان كې محاكمه شي، خو نوموړى اوس د امريكا په يوه پوځي زندان كې ساتل كيږي.

Trending

Exit mobile version