سیمه ییز خبرونه

امريكايي سرتېرو ته د قضايې مصئونيت وركول د افغانستان د خلكو صلاحيت دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر حامد كرزى امريكايي سرتېرو ته د قضايې مصئونيت د وركولو په موخه لوېه جرگه را غواړي. ولسمشر وايي، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به يو شمېر امريكايي سرتېري په افغانستان كې پاته شي، چې د ماموريت څرنگوالۍ به يې د افغانستان او امريكا تر مېنځ په امنيتي تړون كې روښانه شي.

د كابل او واشنگټن تر مېنځ د امنيتي تړون پر سر خبرې اترې په تېر يو كال كې د امريكا او افغانستان تر مېنځ د خبرو اصلي او گرمه موضوع گڼل شوې ده.

د دغه تړون له مخې به له ۲۰۱۴ كال وروسته يو شمېر امريكايي سرتېري په افغانستان كې پاته شي.

افغان ولسمشر د امريكا له سفر څخه د را ستنېدو وروسته ويلي، چې د دغه تړون په طرحه كې د امريكا غوښتنې روښانه شوي دي.

د دغه تړون له مخې امريكا په افغانستان كې خپلو سرتېرو ته د قضايې مصئونيت غوښتنه كوي، خو افغان ولسمشر حامد كرزى وايي:

امريكايي سرتېرو ته د قضايې مصئونيت وركول د افغانستان د خلكو صلاحيت دى.

ولسمشر همدا راز خبردارى وركوي، چې كه امريكايي سرتېرو ته قضايي مصئونيت ورنكړل شي نو له ۲۰۱۴ كال وروسته به له افغانستان څخه ووځي.

امريكا غواړي، چې دغه تړون ژر تر ژره لاسليك شي، خو افغان حكومت بيا د دغه تړون پر موادو د پوره غور غوښتنه كوي.

د افغانستان او امريكا تر مېنځ د امنيتي تړون په باب بحثونه اوس هم پاى ته نه دي رسېدلي.

د موازي ادارو له مېنځه وړل، د افغان امنيتي ځواكونو تجهيز، په افغانستان كې د ټولو امريكايي زندانونو بندېدل او له كليو او بانډو څخه د امريكايي سرتېرو وتل د دغه تړون  لپاره د افغانستان عمده شرطونه دي.

ويل كېږي، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به  لږ تر لږه له درو زرو څخه نيولي بيا تر نهه زرو امريكايي په افغانستان كې پاته شي، خو تر اوسه د امريكايي سرتېرو د ماموريت د څرنگوالي او د كره شمېر به باب روښانه خبرې نه دي شوي.

Trending

Exit mobile version