سیمه ییز خبرونه
امريكايي سرتېرو ته قضايي خونديتوب هغه مسئله ده، چې پرې لويه جرګه بايد پرېكړه وكړي
د كابل او واشنګټن تر منځ امنيتي هوكړه ليك د افغانستان لپاره يو تاريخي او ستر مسئوليت دى، نو ځكه دا مسئله مشورتي جرګې ته وړاندې كوي.
افغان حكومت د كابل او واشنګټن تر منځ پر امنيتي هوكړه ليك مشورتي لويه جرګه جوړوي، چې تازه يي د چمتوالي د كميسيون رئيس او دېرش غړي ټاكل شوي دي.
ځينې كارپوهان دا جرګه د افغانستان په ګټه بولي خو ځينې نور بيا ور سره مخالفت كوي.
سياسي كارپوه وحيد مژده وايي:
په دې جرګه كې به يوه ستره پرېكړه ونيول شي او دا د جرګې د غړو او حكومت ستر مسئوليت بولي.
حقوق پوه نصرالله ستانکزی، د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي هوكړه ليك په باب د مشورتي لويې جرګې بلل قانوني كړنه بولي او وايي، د دې هوكړه ليك په اړه وروستۍ پرېكړه بيا هم د ولسمشر كار دى.
دا په داسې حال كې ده، چې ولسمشرحامد كرزي ويلي، له واشنګټن سره د امنيتي هوكړه ليك پر مهمو برخو هوكړه شوې او له ۲۰۱۴ كال وروسته امريكايي سرتېرو ته قضايي خونديتوب هغه مسئله ده، چې پرې لويه جرګه او ملي شورا بايد پرېكړه وكړي.