سیمه ییز خبرونه
امريكايي سرتېري رابرت بيلز ته اورول شوې سزا لږ ده- د پنجوايي خلك
هغه امريکايي عسکر، چي تېر کال يي د کندهار په پنجوايي ولسوالي کي ملكي وگړي ووژل؛ تېره ورځ په امريكا كې محاکمه شو او له بښنې پرته د عمري بند سزا وركړشوه.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د شپاړس وژل شويو ملكي وگړيو كورنۍ او د دغه ولايت يو شمېر اوسيدونكي امريكايي سرتېري رابرت بيلز ته د امريكايي محكمې له خوا اورول شوې سزا لږ بولي او وايي، چي قاتل ته بايد د اعدام سزا ورکړ شوې واى.
دوه تنه قومي مشران، چي په دغه پېښه کي يي د کورنيو لس غړيو ته مرگ و ژوبله اوښتې وايي، چې له دوى سره ظلم شوى او د عدالت غوښتنه كوي.
د كندهار د ملالۍ پوهنتون رييس ذهين الله ذهين هم رابرټ بيلز ته اورول شوې سزا كمه بولي او زياتوي، چې محكمې د شپاړس افغانانو دغه قاتل ته بايد د مرگ سزا اورولې واى.
رابرټ بيلز د شپاړس افغانانو د وژلو له كبله له امريكايي محكمې څخه بښنه غوښتې او دا يې منلې، چې شپاړس تنه ملكي افغانان يې د نشې په حالت كې وژلي دي.