نړۍ
امريكايي سناتور گرام پرپاكستان د پوځي بريد ارزونه غوښتې
دامريكا د مشرانو جرگې د پوځي كميټې غړى ليندسي گراهام وايي:
هېواد يې بايد له پاكستان سره د مرستو په اړه فكر وكړي او هغه بندې كړي .
نوموړى وايي:
كه هېواد يې پر پاكستان د پوځي اقدام هوډ وكړي؛ نو د امريكا دواړه جرگې به يې ملاتړ وكړي.
افغان كارپوه غلام حسين هزاره وايي:
كه څه هم د پاكستان په وړاندې هرډول اقدام د افغانستان په گټه دى، خو ښايي ناوړه اقتصادي پايلې ولري.
له هغه وروسته، چې د پاكستان او امريكا اړيكې ترينگړې شوي او امريكايي چارواكو د پاكستان استخباراتي سازمان د حقاني شبكې په ملاتړتورن كړ؛ د امريكا د مشرانو جرگې يو غړي له پاكستان څخه غوښتي، چې د امريكا او افغانستان په وړاندې له دوښمنۍ ډك چلند پاى ته ورسوي.
د امريكا د مشرانو جرگې د پوځي كميټې غړي ليندسي گراهام ويلي:
هېواد يې بايد پرپاكستان پوځي بريد وارزوي او له دې هېواد سره خپلې مرستې بندې كړي.
د پاكستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني په نوې اعلاميه كې ويلي:
هېواد يې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو او نړيوالو موسسو د دفترونو د ساتنې مسووليت نه لري، بلكې دا د افغان او بهرنيو ځواكونو مسووليت دى.
د پاكستان لوى درستيز د دغه هېواد لوړ پوړي پوځي كوماندانان يوې فوق العاده غونډه ته ورغوښتى او پر مهمو امنيتي مسايلو يې خبرې كړې دي .
د پاكستان لومړى وزير يوسف رضا گيلاني وايي:
مونږ له حقاني شبكې سره د همكارۍ او په افغانستان كې د هغه د استخدام ادعا په كلكه رد وو او دا ډول ادعاوې د افغانستان په اړه د امريكا د تگلارې بې نظمي په ډاگه كوي .
د كابل پوهنتون استاد سيد احمد نجيب محمود په دې اند دى، چې ښايي دا كار ناوړه اقتصادي پايلې ولري .
دوى وايي:
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بايد په دې اړه څرگند دريځ خپل كړي .
دا څرگندونې په داسې حال كې مطرح كيږي، چې په دې وروستيو كې د امريكا او پاكستان اړيكې په بې مخينې توگه خړې شوې دي.
همدا راز له دې سره په يوه وخت كې د افغانستان پر سرحدي سيمو د پاكستان له خوا د نژدې ۶۰۰ توغنديزو بريدونو د افغان امنيتي ارگانونو غصه را پارولې ده.
د افغانستان دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو خبردارى وركړى، چې كه پاكستان خپل دا كار پاى ته ونه رسوي د افغانستان له پوځي ځواب سره به مخ شي .