سیمه ییز خبرونه

امريكا اوس د افغانستان پرېښودلو ته اړه شوې ده- حافظ سعید

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پاكستان د جماعت الدعوه مشر وايي، په سيمه كې امريكا او هند  له طلبانو سره د دغه هېواد د دولت د خبرو او سولې مخه نيسي .

د نوموړي په وينا، امريكا نه غوښتل له افغانستان څخه ووځي، خو اوس د دغه هېواد پرېښودلو ته اړه شوې ده.

د حافظ محمد سعيد په وينا، امريكا غوښتل دغه سيمه پر پوځي اډې بدله كړي؛ خو  موخې يې ناكامه شوې.

كه څه هم پاكستان په ښكاره په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو له حضوره ملاتړ كوي؛ خو له وسلوالو څخه ملاتړ كوونكي مشران يې له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو د بشپړ وتلو وړاندوينه كوي.

په اسلام آباد كې د پاكستان د جماعت الدعوه مشر حافظ محمد سعيد خبريالانو ته ويلي:

لكه څنگه، چې امريكا له افغانستان څخه وتلو ته اړه شوې دغه راز به له كشمير څخه هندي ځواكونه وتلو ته اړ شي.

همدارنگه حافظ  محمد سعيد وايي، امريكا په مركزي آسيا كې  اوږد ې موخې درلودې او غوښتل يې، چې په سيمه كې پوځي اډې ولري.

دوى په پاكستان كې د امريكا د څارگرو الوتكو د بريدونو مخالفت نه كوي؛ ځكه، چې د ځانمرگي بريدونو لپاره بايد يو دليل ولري.

د سياسي كارپوهانو عتيق الله امرخېل او احمد سعيدي په وينا، د پاكستان مشران هڅې كوي، چې په افغانستان كې د پښو ځاى ولري.

هند، حافظ محمد د ۲۰۰۸م كال د بمبي په يوه چاودنه كې تورن پېژندلى، چې ۱۶۶ تنه يې وژلي ول او امريكا يې هم  پر نيولو لس ميليون دالر جايزه ټاكلې ده.

Trending

Exit mobile version