تازه خبرونه
امريكا او متحدين يې بايد په افغانستان كې د سيالۍ په ځاى همكاري وكړي
ولسمشر حامد كرزي د شنبې په ورځ( د سلواغې۵) په كابل كې يوې خبري ناستې ته وويل، چې كه امريكا او متحدين يې له افغانستان سره همكار دي؛ نو بايد سيالي پريږدي او همكاري وكړي.
ښاغلى كرزى يوځل بيا وويل، چې د امنيتي تړون په اړه د افغانستان شرطونه پخپل ځاى دي.
هغه زياته كړه، چې د افغانستان د سولې كېلي له پاكستان او امريكا سره ده او بايد دغه هېوادونو له افغانستان سره رښتينى وي.
ولسمشر وروستيو بريدونو ته په نغوته له امريكا څخه په افغانستان كې د حضور د رڼښت غوښته هم وكړه.
كه څه هم، چې د افغانستان يو شمېر خلك دا تړون د افغانستان د راتلونكې په گټه گڼي؛ خو ولسمشر وايي، چې په افغانستان كې د سولې او امنيت د نه راتگ په صورت كې يې پايلې د ديورند او گندمك له معاهدو خطرناكې وگڼلې.
مشورتي لويې جرگې د كابل – واشنگتن د امنيتي تړون لاسليك د افغانستان په گټه باللى او د هغه د ژر لاسليك غوښتونكې شوې ده.هغه وخت هم يوه ناندريزه ماده د امريكايي سرتېرو قضايي مصونيت و؛ خو د كابل او واشنگتن ترمنځ امنيتي ناندرې ډېرې شوې، چې ولسمشر حامد كرزي له امريكا وغوښتل له ځنډ پرته په افغانستان كې د سولې او امنيت د ټينگښت خبرې پيل او دا كار يې د امنيتي تړون د لاسليك په برخه كې خپل شرط وباله .