سیمه ییز خبرونه

امريكا او ناتو د باثباته افغانستان د ساتلو لپاره گډ كار ته تيار دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا ولسمشر بارك اوباما وايي، چې له ناتو سره د باثباته افغانستان په اړه گډ كار ته تيار يو.

اوباما د ناتو له عمومي منشي سره په كتنه كې ويلي، چې دوى به له تروريزم سره د مبارزې او د خپلو ژمنو د عملي كولو لپاره خپلو هڅو ته دوام وركړي.

دا په داسې حال كې ده، چې افغان ولسمشر حامد كرزي له امريكا سره د افغانستان د امنيتي تړون د لاسليك لپاره شرطونه وړاندې كړي؛ خو د امريكا ولسمشر بارك اوباما وايي، امريكا او ناتو په افغانستان كې له تروريزم سره د مبارزې او افغان ځواكونو د پياوړتيا توان له لاسه نه دى وركړى.

د امريكا ولسمشر بارك اوباما په ډاگه كړه، چې:

مونږ ډاډه يو، چې له هر احتمال سره ځان عيارولى شو. مونږ كولى شو په افغانستان كې له تروريزم سره د مبارزې او افغان ځواكونو د غښتليا ژمنې عملي كړو، چې ډاډ تر لاسه شي او افغانستان يو ځل بيا د القاعدې په مركز بدل نه شي.

د ناتو عمومي منشي بيا د افغانستان پر ستونزو خبرې نه كوي؛ خو وايي، چې په روان كال كې به د بريتانيا د ويلز په سرمشريزې كې تيارى ونيول شي. په ويلز كې به په افغانستان كې د ناتو او ائتلافي ځواكونو د كار او كړنو ستاينه وشي او له دوه زره څوارلسم كال وروسته به په افغانستان كې خپل روزنيز ماموريت وڅيړي.

Trending

Exit mobile version