سیمه ییز خبرونه

امريكا او ناټو د افغانستان په نا امنيو كې ښكېل دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر حامد كرزى وايي،  امريكا او ناټو د افغانستان  په نا امنيو كې ښكيل دي.

افغان ولسمشر حامد كرزي د پنجشنبې په ورځ ( د لندى ۱۶ ) د امريكا له اين بي سي ټلويزيوني چېنل سره په يوې ځانگړې مركه كې په نيوكې سره امريكا او ناټو د افغانستان په ناامنيو كې ښكېل بللي دي.

ولسمشر كرزي ويلي دي، چې په ځينو مواردو كې امريكا او ناټو دواړو ناامنۍ رامنځته كړي، خو زياته كړې يې ده، چې د نورو ډېرو ناامنيو ترشا بېا وسله وال مخالفين دي.

ولسمشر كرزي پدې مركه كې همداراز وېلي، دى فكر نه كوي، چې القاعده دې په افغانستان كې موجوده وي.

هغه ويلي، چې هېواد يې لاهم ناامنه دى.

ولسمشر كرزي زېاته كړې، چې د امريكا ولسمشر بارك اوباما ته يې د يوه ليك په استولو سره ويلي دي، چې دوى به ترهغې هېڅ ډول امنيتي تړون لاسليك نكړي، څو چې په افغانستان كې د امريكا ټول زندانونه افغان ځواكونو ته نه وي سپارل شوي.

د ولسمشر كرزي په وېنا، ده د روان ميلادي كال په مارچ مياشت كې د امريكا له ولسمشر بارك اوباما سره د هوكړه ليك په لاسليكولو د زندانونو په سپارلو هوكړه كړې او ژرترژره بايد افغان ځواكونو ته وسپارل شي.

ولس مشر همدارنگه وويل: موږ له امريكا سره د ستراتيژيكو همكاريو سند له ډېرو هيلو سره لاسليك كړ او داسې گمان مو كاوه، چې پدې سره به په افغانستان كې د امريكا په فعاليتونو كې بدلون راشي، خو دغه بدلون رانغى، څو چې د افغانانو په كليو او كورونو بريدونه دوام ولري په افغانستان كې به ترهگري هېڅكله له منځه ولاړه نشي.

دا په داسې حال كې ده، چې يو شمېر سياسي شنونكي د ولسمشر كرزي لخوا پدې وروستيو كې پر بهرنيو متحدينو په ځانگړې توگه امريكا وخت بې وخته سختې نيوكې د افغانستان په گټه نه بولي.

Trending

Exit mobile version