سیمه ییز خبرونه

امريكا به د ميلياردونو ډالرو په لگولو سره افغانستان داسې آسانه خوشې نه كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سپينې ماڼۍ يوه وياند ويلي، د افغانستان او امريكا ولسمشران به په خپلې كتنه كې له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي پاته كېدونكو سرتېرو په باب خبرې ونه كړي.

په داسې حال كې، چې ټاكل شوې د امريكا او افغانستان ولسمشران به د جمعې په ورځ ( د مرغومي ۲۲ ) په سپينه ماڼۍ كې سره وگوري.

د سپينې ماڼۍ امنيتي سلاكار بين روډز ويلي:

په دې كتنه كې به كرزى او اوباما له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د پاته كېدونكو امريكايي سرتېرو د شمېر په باب خبرې ونه كړي.

د هغه په وينا، تر اوسه پورې په دې باب پرېكړه نه ده شوې، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به په څه شمېر سرتېري په افغانستان كې پاتې كېږي.

د ولسمشرانو حامد كرزي او باراك اوباما تر منځ كتنه كې به په دې باب خبرې ونه شي، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته په څه شمېر امريكايي سرتېري په افغانستان كې پاتې شي، خو دواړه مشران به په دا ډول مسايلو د نظر تبادله وكړي، څو ولسمشر اوباما وكړاى شي په راتلونكو مياشتو كې په دې اړه پرېكړه وكړي.

د سياسي چارو كارپوه مياگل خالد وايې:

د افغانستان د جگړې د برياليتوب په باب تت انځور د دې لامل شوى، چې امريكا ونه شي كړاى په دې اړه وروستۍ پرېكړه وكړي.

خالد زياتوي، له ۲۰۱۴ كال وروسته تر هغو پورې، چې افغان ځواكونه نه وي غښتلي شوي، په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو اړتيا حتمي چاره ده، له دې پرته به ناامني د يوې لسيزې لاسته راوړنې له خطر سره مخ كړي.

په داسې حال كې، چې افغان كارپوهان باوري دي، چې امريكا به د ميلياردونو ډالرو په لگولو او دروند سرزيان ته په پام سره افغانستان داسې آسانه خوشې نه كړي، د سپينې ماڼۍ يوه امنيتي سلاكار ويلي، په څو ټاكنو غور كېږي او يوه ټاكنه دا هم ده، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته ټول امريكايي سرتېري وويستل شي.

Trending

Exit mobile version