سیمه ییز خبرونه

امريكا به له افغان هوايي ځواكونو سره د ۲۲ الوتكو مرسته وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند وايي، د امريكا لوى درستيز ژمنه كړې، چې د افغان ملي پوځ د روزنې او تحهيز تر څنګ به له  ۲۰۱۴ كال وروسته خپلو همكاريو ته هم دوام وركړي.

د امريكا لوى درستيز د افغانستان د ملي دفاع له وزير سره په يوه كتنه كې ژمنه كړې، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به هم خپلو همكاريو ته دوام وركړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي:

په دغه ناسته كې هوكړه شوې، چې امريكا به له ۲۰۱۴ كال وروسته له  افغان ملي پوځ سره په بېلا بېلو برخو كې همكاري كوي.

نوموړى همدا راز زياتوي، په پام كې ده، چې امريكا به د روان ميلادي كال تر پايه پورې به دوه ( ۱۳۰ C ) ډوله او شل (ميك ۱۷) ډوله الوتكې افغان هوايي ځواكونو ته وسپارل شي.

وېل كېږي، چې افغان هوايي ځواكونه اوس مهال ۴۴ څلوېښت چورلكې او شپاړس ترانسپورټي الوتكې لري.

افغانستان له ۱۳۷۰ كال وړاندې جنګي، ښكاري، ترانسپورټي، تعلیمي او چورلكو په درلودو سره د سيمې په كچه پېژندل شوى هوايي ځواك درلود، چې د كورنيو جګړو په اوږدو كې يو شمېر دغه الوتكې زيانمنې شوې او يو شمېر نورې په بېلا بېلو نومونو د پاكستان په ګډون يو شمېر هېوادونو ته ولېږدول شوې.

Trending

Exit mobile version