سیمه ییز خبرونه
امريكا به په افغانستان كې د تر لاسه شويو برياو د ساتنې لپاره خپلو هڅو ته دوام وركړي
امريكا به له القاعدې سره د مبارزې او په افغانستان كې د ثبات د ټينګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام وركړي. د امريكا ولسمشر د دې ټكي په څرګندولو سره وايي، كه افغان حكومت له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك نه كړ، امريكا به په افغانستان كې د خپلو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره هڅه وكړي.
امنيتي هوكړه ليك! كومه طرحه، چې له دوو كلونو را په دېخوا د افغان او امريكايي چارواكو تر منځ پرې خبرې روانې دي.
سپينه ماڼۍ او امريكايي چارواكي د دې هوكړه ليك ژر لاسليك ته بېړه لري، خو په كابل كې ولسمشر حامد كرزى وايي:
څو پورې، چې دې تړون كې د افغانستان ګټې په پام كې ونه نيول شي، دا تړون به لاسليك نه كړي. خو دا ځل د امريكا ولسمشر باراك اوباما له اسوشيتد پرس خبرځاى سره په مركه كې ويلي، دوی تر اوسه د دې تړون د لاسليك لپاره لا هم وخت په واك كې لري.
دى وايي، كه افغان حكومت دا تړون لاسليك نه كړ، امريكا به په تېرو دولسو كلونو كې په افغانستان كې د تر لاسه شويو برياو د ساتنې لپاره خپلو هڅو ته دوام وركوي، ځكه د ده په خبره افغان ځواكونه تر اوسه په دې نه دي توانېدلي، چې له وېره اچونكو سره په يواځې سر مبارزه وكړي.
د امريكا ولسمشر باراك اوباما وایی:
زه فكر كوم، چې امنيتي هوكړه ليك د افغانانو او د امريكا د متحدو ايالتونو په ګټه دى، ځكه مونږ اوس په داسې يوه موقعيت كې يو، چې د هغوی له پوځيانو سره مرستو ته دوام وركړو، څو خپل هېواد كې امنيت ټينګ كړي. غوره بولم، چې افغان ځواكونه وكړاى شي په يواځې سر د خپل هېواد امنيت ټينګ كړي او مونږ د افغانستان خاورې ته د القاعدې او نورو ترهګرو سازمانونو د بېرته ګرځېدو شاهدان ونه وسو. هغوی دې ځاى ته د رسېدو په هدف هڅې كوي. تر اوسه افغان ځواكونه په بشپړه توګه هغه ځاى ته نه دي رسېدلي.
د امريكا ولسمشر ټينګار كوي، چې كه افغان دولت وغواړي، امريكا به د روزنې او سلا مشورو ماموريت وڅېړي.
د امریکا ولسمشر همدارنګه زیاته کړه، چې مونږ غواړو په ۲۰۱۴ كال كې خپل جګړييز عمليات پاى ته ورسوو. ما ويلي كه افغان دولت لېوال وي او له مونږ سره د ګډې او برابرې همكاري غوښتونكى وي، چې زمونږ له سرتېرو او نورو ائتلافي شريكانو څخه ساتنه وكړي، مونږ به يو ښوونيز او د سلا مشورو د وركړې ماموريت وڅېړو، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به دوام كوي.
په همدې حال كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، د كابل او واشنګټن تر منځ امنيتي هوكړه ليك د افغانانو په ګټه دى، خو بايد د افغانانو غوښتنې په پام كې ونيول شي.
همدارنګه ټاكل شوې امريكايي پوځيان د ۲۰۱۴ كال په پاى كې له افغانستان څخه ووځي، دا چې له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې پاتې كېدونكي امريكايي پوځيان به د كوم سند پر بنسټ خپل ماموريت ته دوام وركوي، هغه پوښتنه ده، چې وخت به يي ځواب كړي.