تازه خبرونه

امريكا حق نلري، چې افغان زندانيان له يوه زندان څخه بل زندان ته ولېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بهرنيو چارو وزارت شك لري، چې له ګوانتانامو څخه خوشې شوي طالب چارواكي به په قطر كې بشپړه ازادي ولري. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي امريكا حق نلري، چې افغان زندانيان له يوه زندان څخه بل زندان ته ولېږي.
دغه وزارت له قطر څخه غواړي، چې دغه كسان له كوم قيد او شرط پرته او ژر تر ژره خوشې كړي.
د طالب په لاس د ېرغمل شوي امريكايي سرتېري په بدل كې له ګوانتانامو زندان څخه د پنځو طالب چارواكو له خوشې كېدو او قطر ته د هغوى له استول كېدو وروسته افغان دولت تند غبرګون څرګند كړ.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني وايي:
دغه طالب چارواكي د كابل او واشنګټن د تفاهم پر بنسټ خوشې شوي او امريكا ژمنه كړې وه، چې دغه كسان به افغانستان ته سپاري.
په همدې وخت كې كابل پر اسلام اباد غږ كوي، چې پر كنړ د هغوى بريدونو په افغانانو او افغان دولت كې د غچ اخيستو روحيه پياوړې كړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت پر امريكا غږ كوي، چې د پاكستان د دغو بريدونو په باب خپله چوپتيا ماته كړي.
طالبان وايي، له ګوانتانامو څخه د خپلو دغو پنځو چارواكو د خوشې كېدو لپاره يې اته كاله پخوا هڅې پېل كړې وې.
يو شمېر كارپوهان وايي، په دې حساس پړاو كې د دغو طالب چارواكو خوشې كېدل ښِايي د وسله والو مخالفينو فعاليت په داسې حال كې پياوړى كړي، چې افغانان ټاكنې په مخ کې لري.

Trending

Exit mobile version