سیمه ییز خبرونه

امريكا دې د افغانستان د جگړې روښانه تعريف وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان له حاكميت دفاع، د دې هېواد د پوځ تجهيزول، د افغانستان د اقتصاد پياوړتيا او په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو له حضور څخه روښانه تعريف په ځانگړي توگه له ۲۰۱۴م كال وروسته د افغان حكومت له وړاندې شويو شرطونو څخه دي، چې د دې سند په وړاندې ياديږي.

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړي استازي جيمز دوبينز په خپلو وروستيو څرگندونو كې ويلي ول، چې د افغانستان جگړه د ترهگرۍ په وړاندې جگړه نه ده، بلكې يوه كورنۍ جگړه ده.

دا څرگندونې د ولسمشرۍ ماڼۍ له توند غبرگون سره مخ شوي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ رياست وياند  ایمل فیضي وايي:

ولسمشر حامد كرزي د سه شنبې په ورځ( د وږي۱۹) په كابل كې له امريكايي سفير او د نړيوالو ځواكونو له امريكايي قوماندان سره په ناسته كې د جيمز دوبنز څرگندونې د افغانانو د غوښتنو خلاف بللي دي او ويلي يي دي، چې دا غوښتنې بايد په امنيتي سند كې په روښانه ټكو كې ذكر شي.

نوموړى همدا راز زياتوي، له امريكا سره پر امنيتي سند غير رسمي خبرې روانې دي؛ خو كه پر اختلافي مواردو هوكړه وشي او كه ونه شي، لازمه ده دا سند لويې جرگې ته  وړاندې شي.

د وږي په ۱۸جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف خبردارى وركړ، چې طالب مشران د پرديو مزدوران دي او بايد ور سره خبرې ونه شي.

ښاغلى ايمل فيضي تر يوه بريده دا نظر تاييدوي؛ خو وايي، چې طالبان پر ډلو وېشل شوي او له افغان طالبانو سره د خبرو ستونزه نه لرو.

دا ځرګندونې په داسې حال كې بيانيږي، چې پاكستان د طالبانو  د دوه يم لوى سړى ملا برادر  د خوشې كولو ډاډ بيا څرگند كړى، چې نوموړى د سولې عالي شورا او طالبانو تر منځ د منځگړي رول ولوبوي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي همكاريو د سند لاسليكول په وروستي يوه كال كې له جنجالي مسايلو بلل كيږي.

Trending

Exit mobile version