تازه خبرونه
امريكا د افغانستان د سولې په اړه له پاكستان سره له خبرو ډاډ وركړ
د امریکا د بهرنيو چارو وزير د يوې تيليفوني اړيکې په ترڅ کې افغان ولسمشر ته د افغانستان د سولې د بهير په اړه له پاكستانيو چارواكو سره له خپلو وروستيو خبرو اترو معلومات وركړي دي.
د افغانستان له ولسمشرۍ څخه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې د افغانستان د سولې د بهير په وړاندې په سیمه کې د امریکا د متحدینو له لوري په عمدي توگه خنډونه رامنځته کيږي. له څه مودې راپديخوا، کابل د یو لړ پرله پسې او پېچلو تروریستي بریدونو شاهد و، چې په حقیقت کې د دغو بريدونو ترشا د بهرنيو استخباراتو لاس دی. د افغانستان خلک شک لري، چې د امریکا متحده ایالات د تروریزم په ملاتړو هېوادونو او په سیمه کې د افغانستان د سولې د بهير په مخالفینو نفوذ نلري او یا هم دا اراده نلري، چې د هغوی په وړاندې له خپل نفوذ څخه کار واخلي.
د چارو يو شمېر پوهان هم د افغانستان د سولې په برخه كې د پاكستان او امريكا رول د پام وړ بولي.
ښاغلى بشير بېژن له امريكايي چارواكو سره د افغان ولسمشر حامد كرزي خبرې تندې بولي او وايي، ولسمشر حامد كرزى غواړي په دې ډول د امريكا غوسه را وپاروي.
د ارگ اعلاميه زياتوي، افغان ولسمشر حامد كرزي له امريكايي چارواكو غوښتي، چې د سولې په اړه بايد خپل دريځ روښانه كړي.