سیمه ییز خبرونه

امريكا د افغانستان په جګړه كې د افغانستان ګټو ته پام نه دى كړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر وايي، غربیانو د افغانستان په جګړه کې د خپلو ګټو لپاره کار کړی او د افغانستان ګټې له پامه غورځول شوې دي. په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ دولس کلنه جګړه، د امریکا د ملي امنیت او د غربيانو د ګټو لپاره وه، ده ويلي چې له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك نه كړي.

د افغانستان جګړه د امريكا په تاريخ كې د هغه هېواد لپاره تر ټولو اوږده جګړه بلل كېږي.

امريكا له تروريزم سره د مبارزې په پلمه ميلياردونه ډالر ولګول او دوه زره درې سوه سرتېري يې له لاسه وركړل.

لاهم لسګونه زره امريكايي سرتېري په افغانستان كې دي.

افغان ولسمشر له واشنګټن پوست سره په خبرو كې ويلي، چې امريكا د افغانستان په جګړه كې د افغانستان ګټو ته پام نه دى كړى او افغانان په داسې جګړه کې ووژل شول چې؛ د هغوی خپله نه ده.

دوى د خپل هېواد د امنيت په خاطر په افغانستان كې جګړه پېل كړه، كه دوى د امريكا د امن لپاره په افغانستان كې د خلكو پر كورونو بريدونه كوي او خلك ځوروي، دا يې مناسبه لاره نده.

كه څه هم په افغانستان كې د جګړې د دوام او د القاعدې د بېرته را ګرځېدو په باب په لويديځو رسنيو كې يو ځل بيا خبرې تودې شوي، خو افغان ولسمشر وايي، القاعده يوه افسانه ده.

افغان ولسمشر همدارنګه زیاتوي، زه نه پوهېږم، چې القاعدې دې ماتې خوړلې وي، القاعده هغه افسانه ده، چې مركز نلري او تر اوسه ما نده ليدلې نو نه شم كولى د هغه څه د ماتې په باب خبرې وكړم، چې ما اصلا نه وي ليدلي. كه په افغانستان كې وي هيله لرم، چې ماتې يې خوړلي وي.

له واشنګټن پوست سره په دې خبرو كې افغان ولسمشر د امنيتي تړون د لاسليك لپاره يو ځل بيا پر خپلو شرطونو ټينګار كړى.

افغان ولسمشر ووېل، زما دريځ په خپل ځاى دى امریکا باید د ده سره د تړون د لاسلیک لپاره د افغانانو پر کورونو حملې او پوځي عملیات ژر تر ژره بند کړي او د سولې خبرې باید پېل شي.

دې مسئلې، چې ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي تړون له لاسلیکه ډډه کړې، سپینه ماڼۍ او د ولسمشر اوباما اداره په قهر کړې ده.

ولسمشراوباما تېره اوونۍ د دې هېواد د دفاع وزارت ته امر وکړ چې؛ د روان کال تر پایه له افغانستانه د وتلو د امکان لپاره تیاری ونیسي او منظم پلانونه جوړ کړي.

Trending

Exit mobile version