سیمه ییز خبرونه

امريكا د افغان حكومت غوښتنو او اندېښنو ته پام نه كوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغان ولسمشر حامد كرزي وياند وايي:

د كابل او واشنگتن تر منځ د لفظي شخړو  عمده عامل دا دى، چې امريكا د افغانستان غوښتنو ته بې پامي كوي.

افغان حكومت له امريكا غواړي، چې بگرام زندان ور وسپاري، امريكايي ځانگړي ځواكونه له ميدان وردگو ووځي او امريكايي سرتېري خپلسري عمليات ودروي.

افغان حكومت  همدا راز له امريكا غواړي، چې د پاكستان په وړاندې خپل دريځ روښانه او د ترهگرۍ تعريف وكړي.

په افغانستان كې د امريكا پركړنو د افغان ولسمشر حامد كرزي وروستيو نيوكو په كورنيو او نړيوالو مسايلو كې تاوده بحثونه را ټوكولي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ رياست وياند ايمل فيضي وايي:

وروستۍ لفظي شخړې به د امريكا او افغانستان پر ستراتيژيكو اړيكو منفي اغېز ونه كړي.

دا څرګندونې په داسې حال كې راپورته كيږي، چې ولسمشر كرزي په روانه اوونۍ كې دوه ځله په خپلو خبرو كې پر امريكا نيوكې وكړې.

ولسمشر ويلي ول:

امريكا په پټه له طالبانو سره خبرې كوي.

ښاغلي فيضي له امريكا وغوښتل، چې د افغانستان په وړاندې خپله پاليسي بدله كړي او كوم مسايل، چې تر اوسه د ولسمشر كرزي له خوا مطرح شوي، ورته جدي پاملرنه وكړي.

د افغانستان په سياسي غونډو كې بيا د ولسمشر كرزي وروستۍ لفظي شخړې له نيوكو سره مخ شوي دي.

د افغانستان د ملي ائتلاف د مشرتابه غړى محمد عاصم وايي:

دا حالت به د كابل او واشنگتن د اړيكو په گټه نه وي.

سپينې ماڼۍ ويلي، د ولسمشر حامد كرزي وروستۍ څرگندونې به د افغانستان په وړاندې د امريكا پر سياست اغېز ونه كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د ناتو عمومي قوماندان د ولسمشر له خبرو وروسته په افغامستان كې خپلو ځواكونو ته د تيارسۍ امر كړى؛ خو ولسمشر حامد كرزي د خپلې وينا په اړه څرگنده كړې، چې د ده خبرې اصلاحي بڼه لري نه تخريبي.

Trending

Exit mobile version