سیمه ییز خبرونه
امريكا د امنيتي تړون د لاسليك لپاره دوهم ضرب الاجل وټاكه
د امريكا د دفاع وزير چك هيګل په خپلو ورستيو څرګندونو كې وويل، چې د افغانستان او امريكا تر مېنځ امنيتي تړون بايد د راتلونكې كال د فبرورۍ مياشتې يعنې تر راتلونكو دوه مياشتو پورې روښانه شي.
له هغې وروسته، چې د امنيتي تړون د ژر لاسليكولو په موخه سوزان رايس د افغان ولسمشر سره تر ليدو وروسته مايوسه خپل هېواد ته ستنه شوه د افغانستان او پاكستان لپاره امريكا ځانګړي استازي هم له افغان ولسمشر سره په همدې باب خبرې اترې وكړي، خو كومه پايله يې نه درلوده.
كله چې د امريكا د دفاع وزير چيك هيګل افغانستان ته راغى نو له افغان ولسمشر سره يې ونه كتل بلكې د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي په ګډون يې له يو شمېر افغان چارواكو سره خبرې اترې وكړې.
نوموړي ويلي، افغان سيال يې ډاډ وركړى، چې په يو مناسب وخت كې به د افغانستان او امريكا تر مېنځ امنيتي تړون لاسكليك شي.
چك هيګل افغانستان ته د سفر پر مهال د امنيتي تړون د لاسليك لپاره امريكا د حكومت دوهم ضرب الاجل ته هم اشاره وكړه.
د امريكا د دفاع وزير چك هيګل ووېل، زه غواړم ووايم هغه څه، چې كېداى شي تاسو هم په دې باب را سره همعږي ياست هغه د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو ناسته ده، چې د فبرورۍ مياشې په پاى كې به تر سره شي. د دفاع وزيرانو په دغه ناسته كې به يو شمېر پوښتونو ته د ځوابونو اړتيا شتون ولري.
د امريكا د دفاع وزير همدا راز وايي، چې د امنيتي تړون د لاسليك لپاره پر افغان ولسمشر حامد كرزي د فشار راوستل به ګټه ور ونه وسي.
چك هيګل همدارنګه زیاته کړه، زه فكر نه كوم فشار، چې د متحده ايالاتو له خوا راوستل كېږي دومره ګټور ووسي، چې افغان ولسمشر حامد كرزى د دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليك ته راضي كړي.
په داسې حال كې، چې امريكا د امنيتي تړون د لاسليك لپاره خپل پخواني دريځ ته بدلون وركوي خو افغان حكومت همغه شان په خپل دريځ ولاړ دى.
د امريكا له خوا د خپل درېځ بدلون هم له يو شمېر مخالفتونو سره مخ شوى دى د ولسې جرګې غړې شكريه باركزى وايي، چې افغانستان بايد ژر تر ژره دغه تړون لاسليك كړي.
د افغانانو په كورونو باندې په پوره ډول امريكايي ځواكونو د عملياتو بندېدل او د سولې د خبرو په بيا پېلولو كې د امريكا همكاري هغه شرطونه دي، چې افغان حكومت د امنيتي تړون د لاسليك لپاره وړاندې كړي دي.
خو دا به وخت ښكاره كړي، چې افغان حكومت له خپلو دغو دوو شرطونو څخه تيرېږي او كه امريكا به وتوانېږي، چې په دغه دوه برخو كې افغان ولسمشر ته قناعت وركړي.