تازه خبرونه
امريكا د هرې هغې پرېكړې ملاتړ كوي، چې له مخې يې افغان پوځ غښتلى كېږي
په داسې حال كې، چې هند د افغان پوځ روزنې او سمبالولو ته ليوالتيا ښودلې، امريكا د هند د دغه ګام هركلى كړى.
تر اوسه معلومه نده، چې د افغانستان ګاونډې هېواد پاكستان به د هند د دغې پرېكړې په باب څه غبرګون ښيي.
د پنتاګون مطبوعاتي مسئول ستيف وارند وایي: مونږ خوشحالېږو، چې نور هېوادونه هم له افغان پوځ سره مرسته كوي. زه فكر كوم، چې د هندوستان دا وړانديز به هېڅ ستونزه جوړه نكړي. افغانستان به په دې اړوند له پاكستان او هندوستان سره خبرې وكړي.
د هغه په وېنا امريكا د افغانستان له ګاونډيو هېوادنو غواړي، چې په دغه هېواد كې د سولې او ثبات سره مرسته وكړي.
نوموړی زیاتوي، چې زه نه شم كولى د پاكستان له ادرس څخه خبرې وكړم. دا چې پاكستان له افغانانو سره كار كولو ته دوام وركوي، دا يو ښه خبر دى.
اوس د افغان پوځ او پوليس له درې سوو زرو اوښتي دي، چې په كراره كراره له نړيوالو سرتېرو څخه د خپل هېواد امنيتي مسئوليت تسليموي.