سیمه ییز خبرونه

امريكا غواړي ،چې د خپل يوه سرتېري د خوشې كېدو په بدل كې پنځه طالبان آزاد كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

< ![endif]–>

امريكا غواړي ،چې د خپل يوه بندي سرتېري د خوشې كېدو په بدل كې له ګوانتانامو زندان څخه پنځه طالبان آزاد كړي. امريكايي سرتېرى بو برګډال د ۲۰۰۹ كال په جولاى مياشت كې د افغانستان د پكتيكا په ولايت كې طالبانو ونيوه او تر اوسه يي څو ويډيوګانې خپرې شوې دي.

د طالبانو د حقاني شبكې د ۲۰۰۹ كال د جولاى په مياشت كې د پكتيكا په ولايت كې امريكايي سرتېرى بو برګډال ونيوه او د امريكايي پوځيانو له هڅو سره سره لا هم نوموړى د طالبانو په بند كې دى.

حقاني شبكې د دغه امريكايي سرتېري د خوشې كېدو په بدل كې د ۲۱ طالبانو د خوشې كېدو او د يو ميليون ډالرو غوښتنه كړې.

دوه كاله مخكې د دغه امريكايي سرتېري د خوشې كېدو خبره په قطر كې د طالبانو د دفتر د پرانيستو پر مهال را پورته شوه، خو كومه پاېله يي ورنكړه.

واشنګتن پوست ورځپاڼې د دوو امریکایی چارواکو له قوله ويلي، چې د سپینې ماڼۍ، د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو او ځينو ادارو پرېکړه کړې، چې؛ پنځه طالبان خوشې کړي.

د سپینی ماڼی ویاند جی کارنی ویلی، چی امریکا د دغه برمته شوی پوځی په اړه هڅه کوي، خو په دې برخه کې قطر ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یا د کومې بلې ادارې د مسئولانو د سفر پلان نه دی ترتیب شوی.

د سپینې ماڼۍ ویاند همدارنګه وایي، موږ له اوږدې مودې راهیسې دا خبره کړې، چې موږ د افغانانو په مشرۍ له طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو ملاتړ کوو او موږ له طالبانو سره په هېڅ راز موثرو خبرو کې ګډون نه کوو، خو که چېرته خبرې بیا پېل شي په یقین سره، چې موږ غواړو د بو برګډال د برخلیک په باره کې وغږېږو.

پخوا امریکایي چارواکي په دې نظر و، چې د طالبانو د زندانیانو له خوشې کېدو سره به د سولې خبرو ته لاره هواره شي او په دې خبرو کې به د افغانستان د حکومت استازي هم برخه واخلي، خو اوس یوازې د بوبرګډال د خوشې کېدو په فکر کې دي.

Trending

Exit mobile version