سیمه ییز خبرونه

امريكا كولاى شي هم د افغانستان جګړه پر مخ بوځي او هم پر سورېې بريد وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

امريكا وايي، چې په سوريې به د دوى احتمالي بريد په افغانستان كې له ترهګرۍ سره جګړې ته د دوى پاملرنه كمه نه كړي. له عراق څخه وروسته د امريكا له خوا د افغانستان د هېرولو د اندېښنو په درشل كې د امريكا د دفاع وزارت ويلي، چې امريكا كولاى شي په يو وخت كې هم د افغانستان جګړه پر مخ بوځي او هم پر سورېې بريد وكړي.

د امريكا له خوا پر سوريې د احتمالي بريد خبر يو لړ داسې اندېښنې را مېنځ ته كړې، چې امريكا به د عراق په شان افغانستان هم هېر كړي او دغه هېواد به په يو اساس وخت كې يوازې پاته شي.

خو د امريكا د دفاع وزارت ویاند جورج لیتل بيا پر سورې د احتمالي بريد په صورت كې له افغانستان څخه د دوى د پاملرنې اوښتل ردوي او زياتوي، چې په افغانستان كې به د ترهګرۍ پر وړاندې روانه جګړه پر سوريې د بريد په صورت كې هم دوام وكړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې مونږ له افغانستان څخه خپل پام نه اړو، كه وغوښتل شي مونږ كولاى شو هم پر سوريه بريد وكړو او هم په افغانستان كې د ترهګرۍ روانې جګړې ته دوام وركړو، مونږ پوهېږو، چې په افغانستان كې يوه جګړه لرو، چې بايد دوام وركړ.

په همدې حال كې سیاسي کارپوه وحيد مژده په دې باور دی، چې د امريكا له خوا پر سورې د احتمالي بريد په صورت كې به د افغانستان په باب د امريكا پاملرنه كمه شي.

له امريكا څخه په افغانستان كې د سوريې د ملاتړو هېوادونو او د امريكا د مخالفو هېوادونو له خوا د سوريې بدل اخيستل بله هغه اندېښنه ده، چې مطرح كېږي.

امريكا په ۲۰۰۱ كال كې پر افغانستان بريد وكړ او له دغه بريده دوه كاله وروسته يې پر عراق بريد وكړ.

د افغانستان د جګړې اوږدېدل او په دغه جګړې كې د امريكا د لنډ مالې بريا يو لامل هغه مهال عراق ته د امريكا پاملرنه زياتېدل او افغانستان ته د پاملرنې كمېدل بلل كېږي.

Trending

Exit mobile version