سیمه ییز خبرونه
امريكا له روسيې څخه افغان ملي اردو ته د ۱۵ چورلكو د رانيولو تړون فسخه كړ
د امريكا د دفاع وزارت له روسيې څخه افغان ملي اردو ته د ۱۵ باروړونكيو چورلكو د رانيولو تړون فسخه كړى دى.
د امريكا دفاع وزارت چارواكي وايي، پنتاگون د روسيې د وسلو د صادراتو د روسبورن اكسپورت له شركت څخه افغان ځواكونو ته نور د روسي چورلكو د رانيولو هوډ نه لري.
پنتاگون وايي، دا شركت د سوريې پر دولتي ځواكونو هم وسلې پلوري.
په پام كې وه، چې د ۳۴۵ ميلون دالرو په بيه پېنځلس ام آى ۱۷ اضافي چورلكې د راتلونكي ميلادي كال په پيل كې افغان هوايي ځواكونو ته وسپارل شي.
د امريكا د مشرانو جرگې غړى جان كورنين وايي:
زه د امریکا د دفاع وزارت دا پرېکړه ستايم، چې د روسیې د وسلو له صادروونکې ادارې سره معامله فسخه کوي.د يوه ملت په توگه مونږ بايد د بشارالاسد له جنايتونو سره نوره مالي مرسته ونه كړو.
په ټوليزه توگه پنتاگون د ۲۰۱۱ م كال را پديخوا د ۶۳ ام آى ۱۷ ډوله چورلكو د پيرودلو لپاره يو اعشاريه يو ميليارد دالره وركړي دي.
د امريكا د مشرانو جرگې ځينو غړيو د چورلكو د بيو د لوړوالي له كبله په دې تړون نيوكه كړې ده .
د امريكا د مشرانو جرگې غړى ريچارد بلومنتال وايي:
زه د يوې تېروتنې د سمون په برخه كې د دفاع وزارت دا اقدام ستايم او هيله لرم، چې دغه اداره په راتلونكې كې امريكايي چورلكې وپېري.
د امريكا دفاع وزارت وياند مورين شومان وايي:
مونږ اوس د افغانستان په پروگرام كې له روسبورون اكسپورت شركت څخه د ام آى ۱۷ ډوله اضافي چورلكو دپيرودلو تصميم نه لرو.
د افغانستان دفاع وزارت د وياند په وينا، دغه وزارت دمگړۍ په دې اړه څه نظر نه لري.