سیمه ییز خبرونه
امريكا نه غواړي، چې بيا د امنيتي تړون په اړه د افغانستان له حكومت سره خبرې وكړي
د امريكا له دفاع وزير وروسته د امريكا د پوځ ستر درستيز هم كابل ته سفر كړى او وايي، چې نه غواړي د امنيتي تړون په اړه له افغان ولسمشر حامد كرزي سره د دوه يم ځل لپاره د امنيتي تړون د متن په اړه له افغان حكومت سره خبرې وكړي.
له افغان ولسمشر سره د امنيتي تړون په اړه د امريكا د ملي امنيت د سلاكارې سوزان رايس او د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانگړي استازي جيمز دابنز خبرې بې پايلې پاته رسيدلي دي.
د امريكا د پوځ ستر درستيز جنرال مارتين دمپسي وايي:
داسې هوډ نه لرو، چې د امنيتي تړون متن له سره پرانيزو او د هغه متن په اړه، چې وړاندې پرې خبرې شوي دي له سره خبرې وكړو.
كه څه هم د امريكا د پوځ لوى درستيز جنرال مارتين دمپسي له ۲۰۱۴م كال وروسته په افغانستان كې پاته كيدو ته ليواله دى؛ خو وايي :
د افغانستان بې ثباتي به د دغه هېواد پر گاونډ هېوادونو هم بده اغېزه ولري، مونږ ټول د هغه وضيعت په اړه، چې كيداى شي ترهگرۍ ته يو امن پټنځاى زمينه برابره كړي انديښنه لرو؛ ځكه، چې په دغه سيمه كې امن زمونږ ملي گټو ته هم گټور دى.
د وسلوالو طالبانو د جيش المسليمن د ډلې پخوانۍ مشر سيد اكبر اغا په دې باور دى، چې افغان ولسمشر به دغه تړون لاسليك كړي.
مدني فعاله ندا كياني وايي:
د دغه تړون د لاسليك په د افغان ولسمشر بحثونه او شرطونه له نيوكو سره مخ شوي دي.
په داسې حال كې، چې افغان ولسمشر د امنيتي تړون لپاره پخپلو شرطونو ټينگار كوي او امريكا هڅه كوي، چې ژر تر ژره دغه تړون لاسليك شي. داسې هيلې هم شته، چې امريكا به د امنيتي تړون د لاسليك لپاره خپل ټاكل شوى دوه يم ضرب الاجل ته بدلون وركړي.
سپينه ماڼى وايي، ښايې امريكا به د جنورۍ تر لسمې نېټې وخت وركړي، چې دغه تړون لاسليك شي.
افغان ولسمشر همدا د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته هند ته شفر كړى او امريكايي چارواكو هيله ښكاره كړي، چې د هند او افغانستان تر منځ ښو اړيكو ته په كتو ښايې هندي چارواكي افغان ولسمشر له امريكا سره د امنيتي تړون لاسليك ته وهڅوي.
اوس به وخت د دې پوښتنې ځواب وركوي، چې افغان ولسمشر حامد كرزى به د لويې جرگې او امريكا له غوښتنو سره سم له ټاكنو او له ۲۰۱۴ م كال وړاندې دغه تړون لاسليك كړي او كنه ؟