سیمه ییز خبرونه
امريكا په افغانستان كې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې خپله بودجه كموي
امريكا په افغانستان او نورو هېوادونو كې د دوى په وېنا د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې خپله بودجه لس په سلو كې كموي. وېل كېږي په سلو كې لس راكمه شوې بودجه د تصويب لپاره د امريكا كانګرس ته لېږل شوې ده.
امريكا هر كال د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو او په ځانګړې توګه په افغانستان كې كې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په پوځې عملياتو اته اتيا ميليارده ډالره لګوي.
د امريكا ولسمشر بارك اوباما پرېكړه كړې، چې په دوه زره څوارلسم كال په بودجه كې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره به بېلېدونكې پېسې د نورو كلونو په پرتله لس په سلو كې راكمې كړي.
هغه د بودجې دا طرحه د تصويب لپاره كانګرس ته لېږلې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې امريكايي سرتېري له دوه زره څوارلسم كال وروسته هم په افغانستان كې د پاتې كېدو لپاره تيارى نيسي، خو په سپينه ماڼۍ كې د ملي امنيت وياند ويلي، چې تر اوسه د اوباما ادارې او ملي امنيت مسئولينو د هغو سرتېرو د شمېر په باب وروستۍ پرېكړې ته نه دي رسېدلي، چې په افغانستان كې به پاتې شي.
اوس پوښتنه دا ده، چې د امريكا په جنګي بودجه كې راتلونكى كمى به په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو په ماموريت څه اغېز وكړي.
پوځي كار پوه صديق ساهل او د ولسي جرګې غړى عبدالستار درزابي په دې باور دي، چې ښايي د امريكا د جنګي بودجې کمېده به په افغانستان كې د امريكا د ځانكړو سرتېرو د شپنيو عملياتو او چاپو له كمېدو سره تړاو ولري.
تر دې وړاندې په رسنيو كې د امريكا د دفاع وزير له قوله وېل شوي وو، چې د جنګې بودجې را كمول به د دغه هېواد په روانه مبارزه منفي اغېز وكړي.