سیمه ییز خبرونه
امريكا په افغانستان كې د نهه پوځي اډو غوغښتنه لري
ولسمشر حامد كرزي، چې د پنجشنبې په ورځ(د غويى۱۹) د كابل پوهنتون د جوړيدو په اتيايمه كليزه كې خبرې كولې، له افغانستان سره په امنيتي تړون كې د امريكا له ځينو غوښتنو پرده پورته كړه.
افغان ولسمشر حامد کرزي وویل، امریکا د امنیتي تړون له لارې د افغانستان په کابل، بگرام، مزارشریف، جلال آباد، گردیز، کندهار، هلمند، شیندند او هرات ښارونو کې نهه اډې غواړي
نوموړي په ډاگه كړه: ترهغې، چې امریکا د افغانستان غوښتنې ونه مني، د اډو ورکولو تړون به ورسره لاسلیک نه شي.
ولسمشر كرزى همدا راز وايې، د ناټو تړون ځينو غړيو هېوادونو خپله تگلاره بدله كړې او دوى غواړي له ۲۰۱۴م كال وروسته هم په افغانستان كې شتون ولري.
له پاكستان سره اړيكې، چې افغان احساسات يې را پارولي هم د ولسمشر د وينا يوه برخه وه.
كه څه هم ديورند كرښـه د دواړو هېواونو تر منځ يوه ستونزه ده، خو ښاغلى كرزى له پاكستان سره په اړيكو كې د يوې نوې كړكۍ غوښتونكى دى.
دا ځل پاكستانيو چارواكو ته د ولسمشر كرزي خبرې ډېرې توندې دي.
همدا راز ولسمشر حامد كرزي د كابل پوهنتون د اتيايمې كليزې گډونوالو ته په ډاگه كړه، چې :
په هېواد كې د لوړو زدكړو د كيفيت د لوړولو لپاره هځه كيږي، چې د كانكور آزموينو په سيستم كې سمون رامنځته شي.
د كابل پوهنتون د جوړېدو د اتيايمې كليزې په نماځغونډه كې د لوړو زدكړو وزارت ولسمشر كرزي ته ستاينليك وركړ.
د كابل پوهنتون د بنسټ ډبره په ۱۳۱۱لمريز كال كې كيښودل شوه، دا پوهنتون په تېرو كې د نړۍ معتبر تحصيلي مركز و، خو د كورنيو جگړو پر مهال يې سخت زيانونه وليدل.