سیمه ییز خبرونه

امريكا په افغانستان كې له نشه يي توكو سره د مبارزې پلان نلري- روسيه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د روسيې له نشه يي توكو سره د مبارزې د ادارې رييس ويكتور ايوانوف خبردارى وركوي، چې امريكا له دوه زره څوارلسم ميلادي كال وروسته په افغانستان كې له نشه يي توكو سره د مبارزې لپاره هيڅ پلان نلري.

په افغانستان كې له نشه يي توكو سره د نړيوالو ديارلس كلنه مبارزه بې اغېزې شوې او افغانستان اوس هم د نړۍ په كچه تر ټولو ډېر نشه يي توكي توليدوي.

ويكتور ايوانوف هم په افغانستان كې د نشه يي توكو د كركيلې پر زياتيدو اندېښنه ښيي او وايي:

د امريكا د ولسي جرگې د بهرنيو اړيكو د كميتې رپوت ښيي، چې امريكا له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې له نشه يي توكو سره د مبارزې هيڅ پلان نلري.

د ايوانوف په باور، په افغانستان كې د نشه يي توكو كركيله او توليد په داسې حال كې مخ په زياتيدو دي، چې نړيوال سرتېري له دغه هېواده په وتو دي.

د تاجكستان د سرحدي ځواكونو قوماندان رجب علی رحمان علی وايي، چې:

په افغانستان كې سياسي او پوځي حالات كړكېچن شوي دي.

دوى له نړيوالو غوښتي، چې د افغانستان او تاجكستان د پولې د امنيت په برخه كې همكاري وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې له نشه يي توكو سره د ملگرو ملتونو د مبارزې ادارې مسوولينو رپوت وركړى، چې په دوه زره ديارلسم كال كې د نشه يي توكو كركيله شپږ دېرش په سلو كې زياته شوې ده.

د نشه يي توكو د قيمت لوړيدل او د ناامنيو زياتيدل هغه څه دي، چې د ملگرو ملتونو د مسوولينو په باور په افغانستان كې د نشه يي توكو د كركيلې لپاره يې زمينه برابره كړې ده.

Trending

Exit mobile version