سیمه ییز خبرونه

امريكا په ولسمشريزو ټاكنو كې له هېڅ نوماند څخه ملاتړ نه كوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امريكا په ۱۳۹۳ كال كې د افغانستان په ولسمشريزو ټاكنو كې له هېڅ نوماند څخه ملاتړ نه كوي، دغه ژمنه د امريكا د بهرنيو چارو وزير په كابل كې د يوشمېر سياسي رهبرانو، د ولسي جرګې غړو او د مدني ټولنو فعالانو ته وركړه.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري په كابل كې له د سياسي حزبونو له استازو، د ولسي جرګې له غړو او د مدني ټولنو د يو شمېر استازو د افغانستان په باب د امريكا ليدلورۍ شريك كړ.

نوموړې د ولسي جرګې له لومړي مرستيال ميرويس ياسني، د فيفا مشر نادر نادري، د ولسمشر له امنيتي سلاكار رحمت الله نبيل، د ټاكنو د كميسيون له يو استازي، او د ولسي جرګې له غړو هر يو شكريې باركزى او يونس قانوني سره ليدنه وكړه.

كه څه هم دغه ناسته له رسنيو پرته د امريكا په سفارت كې تر سره شوې، خو د ولسي جرګې لومړى مرستيال ميرويس ياسيني وايي:

په دغه ليدنه كې په افغانستان كې پر شفافو ټاكنو او له افغانستان سره د امريكا د همكاريو پر دوام خبرې شوي.

د افغانستان د امنيتي حالت د خرابېدو په باب اندېښنه بله هغه موضوع وه، چې په دغه ليدنه كې ورته اشاره شوې.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو بنسټ رئيس نادر نادري وایي:

د ټاكنو په ورځ به د امنيت ټينګښت د دغه بهير پر شفافيت مثبته اغېزه وكړي، چې د دغې ورځې د امنيت د ساتلو لپاره د امريكا ژمنه اړينه ده.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير همدا راز د افغانو ښځو د لاسي صنايعو له هغه نندارتون څخه هم ليدنه وكړه، چې د امريكا په سفارت كې جوړ شوي وو.

په دغه نندارتون كې افغانو ښځو د ښځو لاسي صنايعو د هغو په افغانو ښځو پورې د اړوندو شركتونو توليدات او د افغانستان وچه ميوه نندارې ته وړاندې كړې وه.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير همدا راز ژمنه وكړه، چې هېواد به يې د افغانو ښځو د اقتصادي وضعیت د ښه كېدو لپاره لازمې هڅې وكړي.

Trending

Exit mobile version