تازه خبرونه

امريکايي چارواکي: افغان ځواکونه لا هم له ستونزو سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امریکایی چارواکي وایي، په افغان ځواکونو لسګونه میلیون ډالر لګېدلي خو لا هم دغه ځواکونه له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.

دویوایي، که څه هم افغان ځواکونو د ترهګرو خلاف مبارزه کې بریاوې تر لاسه کړې دي، خو لا هم دغو ځواکونو کې نیمګړتیاوې شته دي چې په روان میلادي کال کې باید له منځه ولاړې شي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ګواښونو ته په پام افغان ځواکونه د نړیوالې ټولنې دوامدار مشارکت او همکاریو ته اړتیا لري او نړیواله ټولنه باید د ترهګرو خلاف د مبارزې په لار کې له افغانستان سره همکاره پاتې شي.

په داسې حال کې چې افغان ځواکونه د امنیت د ټینګښت او له ترهګرو سره د مبارزې په برخو کې لاسته راوړنې لري، خو په دغو ځواکونو د میلیونونو ډالرو لګښت ته په پام سره لا هم له ننګونو سره مخامخ دي. په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د اړیکو ریاست مرستیال وایي، افغان ځواکونه د عملیاتو په ترسره کېدو کې لاسته راوړنې لري، خو کړکېچن وضعیت ته په غبرګون کې ستونزې لري چې د کمزورتیا ټکی ګڼل کېږي او په ۲۰۱۶کال کې باید دغې نیمګړتیا ته زیاته پاملرنه وشي.

په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ د اړیکو ریاست مرستیالوېلسن شافنر وايي: “دا مهال افغان ځواکونه په کړکيچن وضعیت کې د ځواب ویلو په برخه کې کمزوری عمل کوي. کله چې دغو ځواکونو یوه کړکيچ ته ځواب ویلی، ډير وخت یې اخیستی دی. افغان ځواکونه ډيرې پاملرنې ته اړتیا لري، څو په هر راز شرایطو او وضعیت کې وکړای شي، د امنیت ټینګښت ته چمتو وي او د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د تيښتې هیله ورته پیدا نه شي.”

د کورنیو چارو وزارت که څه هم د امنیتي ځواکونو د وړتیاو خبره کوي خو ټینګار کوي چې د امنیتي ننګونو کچې ته په پام سره دغه ځواکونه د نړیوالې ټولنې مشارکت او دوامداره همکاریو ته اړتیا لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:

“موږ د همکارۍ د دوام له پاره د افغانستان د پياوړو متحدينو ملاتړ ته اړتيا لرو، په ځانګړې توګه د افغان نظاميانو د روزنې په برخه کې څو وکولای شوامنيت تامين کړو او له ترورېزم سره سمه مبارزه وکړو.”

امریکایی چارواکي وایيچې افغان ځواکونه باید په روان میلادي کال کې اغېزمن اقدامات وکړي او خپلې جنګي وړتیاوې غښتلې کړي،څه چې د پوځ او ملي پولیسو په ځانګړو ځواکونو کې له ورایه ښکاري.

Trending

Exit mobile version