تازه خبرونه

امريکا افغان پوځ ته ۱۵۹ الوتکې ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امريکا هوډ لري چې افغان پوځ ته ۱۵۹پرمختللې جنګي هليکوپترې ورکړي، دا هڅه ظاهرً روسي وسلو او تجهيزاتو ته د افغان ځواکونو د اړتيا د کمولو له پاره کېږي. رويټرز خبري آژانس ويلي چې دغو الوتکو ته د پيلوټانو په روزنه سل ميليونه ډالر لګېږي.

بلک هاک د امريکا پرمختللې هليکوپترې دي چې ويل کېږي امريکا يې افغانستان ته د مرستې په توګه ورکوي. د رويټرز د راپور له مخې امریکا د يو اېچ بلک هاک يا تور شاهين الوتکې ظاهراً د دې له کبله افغان ځواکونو ته ورکوي چې په روسي وسلو د هغوی تکيه کمه شي. د امريکا دفاع وزارت پنټاګون دا خبر تاييد کړی دی.

د امريکا دفاع وزارت وياند آدم سميت وايي: “امريکا دې پرېکړې ته رسېدلی چې په افغانستان کې د اوږد مهال حل لارې له پاره بلک هاک الوتکې ورکړل شي. يو دليل دا هم کېدای شي چې امريکا د روسي الوتکو د پيرودلو په برخه کې له محدوديتونو سره مخامخ ده.” يوه امريکايي سناتور ويلي چې ښايي ۱۵۹بلک هاک هليکوپترې افغانستان ته ورکړل شي. دغو الوتکو ته د پيلوټانو روزنه هم د دغې مرستې يوه مهمه برخه ده.

سياسي کارپوه آصف بکتاش وايي: “د دې پروګرام يوه عمده برخه بايد د پيلوټانو روزنه وي، زموږ پيلوټانو ډېری عملیات په روسي تجهيزاتو سره کړي دي، دا کار زده کړې ته اړتيا لري.”

تور شاهین یا (یو اېچ – ۶۰ بلک هاک امریکايي هلیکوپتر) امريکايۍ دي، دوه ماشیونه او څلور څرخونه لري، د یو سل او پنځه ملي متري توپ او دېرشو سر ګلولو لرونکې دي، د درویشت ملي متري توپ ضد دي، په یوه ساعت کې ۱۶۳ کیلومتره واټن وهلای شي، دوه پیلوټان او دوه تنه عمله لېږدوي، جي پي اېس لرونکې دي، دوه زره کیلومتره مزل کولای شي، استرالیا، چین، سویلي کوریا، عربستان، اسرايیل او ترکیه یې استعمالوي، د افغانستان، عراق، بالکان، سومالیا او پانامې په جګړو کې کارول شوې دي او په ۱۹۷۹ميلادي کال کې په لومړي ځل په عملیاتو کې کارول شوې دي.

اټکل دی چې د دغو الوتکو له پاره د پيلوټانو روزنه به سل ميليونه ډالره لګښت ولري. د نظر خاوندان وايي چې په امريکا کې د نوي ولسمشر د دندې له پيل سره سم به د افغانستان په اړه د روسيې او امريکا دريځونه هم نوي پړاو ته ننوزي. د امريکا نوی ولسمشر د روسيې له ولسمشر سره نږدې اړیکې لري.

 

Trending

Exit mobile version