تازه خبرونه

امريکا او هند د افغانستان د پرمختګ له پاره د ګډ کار هوډ لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د پیاوړتیا له پاره د ګډ کار هوکړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له دې سره جوخت نوي ډیلي کې ویلي چې د امریکا، هند او افغانستان تر منځ درې اړخیزې خبرې راتلونکې میلادي میاشت د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې په څنډو کې له سره پیلېږي.

له امنیتي ننګونو سره مبارزه، د جګړې د سوله ییزو حل لارو موندل او ښه حکومت والي د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو یاد شوي دي. جان کري سوله ییز افغانستان د امریکا، هند او پاکستان په ګټه بولي او له پاکستان غواړي چې د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې له نورو هېوادونو سره یو ځای شي.

په نوي ډیلي کې د امریکا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ کتنه کې افغانستان د بحث یوه مهمه موضوع وه. د هند د بهرنیو چارو وزیره وایی، له خپل امریکایي سیال سره یې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. جان کري هم د افغان دولت د مشرانو تر منځ د یووالي په ساتنه کې د هند هڅې مثبتې بولي.

د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراراج وايي: “مونږ د سیمې په ځانګړې توګه افغانستان پر تحولاتو مفصلې خبرې درلودې. مونږ هوکړه وکړه چې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د پیاوړتیا له پاره ګډ کار وکړو.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي: “مونږ دغه راز د ملي یووالي له حکومت سره په اړیکه کې یو. ما له ولسمشر غني او اجرایي رییس عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي. زمونږ ځانګړی استازی ریک اولسن او سفیر مایک مک کینلي دا مهال له ټولو لورو سره کار کوي او هغوی د شته اختلافونو حل ته هڅوي. زه فکر کوم چې د هند ګډون کولای شي د دغو هڅو له پیاوړتیا سره مرسته وکړي او افغان دولت ته د یووالي پر ارزښت ټینګار وکړي او دا چې د خپلو ستونزو په هکله کار وکړي او د هغو ننګونو پر وړاندې چې ورسره مخامخ کېږي، باثبات وي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د واشنګټن، نوي ډیلي او کابل تر منځ د درې اړخیزو خبرو د بیا پیل خبره کوي چې تمرکز یې د افغانستان وضعیت ته رسیدګي او د جګړې سوله ییز حل دی.

جان کري زیاتوي: “په سیمه کې د امنیت او پرمختګ په ډګر کې د اصلي لوبغاړو په توګه د دوه اړخیز رول د څرګندتیا له پاره مونږ درې اړخیزې خبرې د امریکا د متحدو ایالتونو، هند او افغانستان تر منځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډو کې راتلونکې میاشت له سره پیلوو. د دغه کار له لارې مونږ کولای شو چې وټاکو څرنګه کولای شو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د تېرو لاسته راوړنې په ښه توګه وساتو د کلیو د امنیت ساتلو، د ښځو د پیاوړتیا، د زده‌کونکو د زده‌کړو او ښې حکومت والۍ په برخو کې، زمونږ هیله دا ده چې د دغو خبرو له لارې وکړی شو دا ټولې هڅې پیاوړې کړو چې له ډېر وخته په کې ښکېل یو او حتی د جګړې د سوله ییزې حل لارې د موندلو له پاره.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو سوله ییز افغانستان د امریکا، هند او پاکستان په ګټه بولي او له پاکستان غواړي چې د ترهګرو خلاف رښتینې مبارزه کې له نورو هېوادونو سره یو ځای شي.

جان کري وايي: “روښانه ده چې یو سوله ییز او باثبات افغانستان چې نور د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو تر ولکې لاندې نه وي، د هند، امریکا، پاکستان او افغانستان په ګټه دی. ما په دې وروستیو کې د پاکستان له لومړي وزیر او لوی درستیز راحل شریف سره پر دې خبرې کړې چې پاکستان اړتیا لري هره ترهګره ډله له پټنځایونو بې برخې کړي. دا ښکاره ده چې حقاني شبکه او نورې ډلې د دغه هېواد له لویدیځو سیمو فعالیت کوي. لشکر طیبه یو ګواښ دی، لکه چې ټول پوهېږو. نو ځکه دا ډېره مهمه ده چې پاکستان له نورو هېوادونو سره د دغه ګواښ په وړاندې مقابله کې یو ځای شي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د هند همکارۍ ډېرې ګټورې بللې او نوی ډیلی یې د افغانستان د مهمو زیربنایي پروژو ملاتړی بللی دی. په وروستیو کې واشنګټن له هند سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي او هند ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره جوخت د هند دفاع وزیر واشنګټن ته سفر کړی. واشنګټن او نوی ډیلی د افغانستان عمده متحدین بلل کېږي.

Trending

Exit mobile version