تازه خبرونه

امريکا به د افغانستان په اړه مشخص سياست ولري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس وایي، د امریکا نوی دولت به د افغانستان په هکله مشخص سیاست تعقیب کړي.

 ده وویل چې د امریکا ولسي جرګه به د افغانستان پر حالت ډېر تمرکز ولري، څو دې هېواد کې د خلکو حالت ښه شي. په همدې حال کې په امریکا کې افغان سفیر هیله من دی چې په بېلابېلو برخو کې به د امریکا همکاري دوام ولري.

د امریکا نوي حکومت تر ورځو ورځو انتظار وروسته خپل کار پیل کړ. اوس د افغانستان خلک او دولت تمه لري چې د ډونالدټرمپ په مشرۍ د امریکا نوی حکومت به افغانستان کې څرنګه سیاست په مخ وړي. د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس په واشنګټن کې د اریانانیوز خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وایي چې د امریکا ولسي جرګه به پر افغانستان ډېر تمرکز ولري.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس اد رویس وايي: “مونږ دا مهال د کارونو د ټاکلو په حال کې یو، ما د ملي امنیت له سلاکار سره خبرې وکړې، دولت اوس د یوه مشخص سیاست د جوړولو په حال کې دی، خو د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه به د افغانستان پر سیاست ډېر تمرکز ولري. زما مشوره د امریکا ولسمشر ته دا ده چې ووینئ د ځواکمنتیا له پاره څه کولای شو او دا کار مو بېلابېلو کچو کې کړی، د بېلګې په ‌ډول د افغانستان د خلکو غږ باید منعکس شي او د افغان دولت پلانونو ته چې ګټه یې خلکو ته رسېږي، باید رسیدګي وشي او د هغو کسانو پر وړاندې باید مبارزه وشي چې غواړي افغانستان تخریب شي.”

په همدې حال په امریکا کې افغان سفیر هیله من دی چې د امریکا نوی دولت به په افغانستان کې پر بېلابېلو برخو کې همکاریو ته دوام ورکړي.

په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب وايي: “اوس د نوي حکومت د کار د پيل وخت دی، هيله لرو چې د ښاغلي ټرمپ حکومت به له افغانستان سره په سياسي، اقتصادي او نظامي برخو کې کار وکړي.”

امریکا اوس هر کال د افغانستان په پوځي، اقتصادي او سیاسي برخو کې د میلیاردونو ډالرو مرسته کوي او اوس چې واشنګټن کې نوي حکومت په کار پیل کړی، وبه کتل شي چې په کومو شرایطو له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.

Trending

Exit mobile version