تازه خبرونه

امريکا به نور په افغانستان کې خپلې ډپلوماټیکې هڅې د قطري حکومت له لارې ترسره کوي

Published

on

د رویټرز خبري سرچینې د راپورله مخې؛ امریکا او قطر هوکړه کړې، چې قطر به په کابل کې د واشنګټن د ډیپلوماټیکو ګټو د ساتونکي په توګه هڅې کوي.

امریکا او قطر په واشنګټن کې یو سټراټیژیک تړون لاسلیک کړی دی.

رويټرز د امریکا بهرنیو چارو د وزیر انټوني  بلينکن د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ په کابل کې به د قطر سفارت دننه یوه څانګه د امریکا کونسلي خدمتونه، د امنیت ارزونه او د امریکا د ډیپلوماټیکو ودانیو څارنه کوي.

قطر هم موافقه کړې ده، چې په کابل کې به د امریکا استازیتوب کوي.

بلینکن ویلي، قطر د سیمې د ثبات په ټینګولو کې مهم ونډوال دی.

له دې مخکې د ال ثاني په مشرۍ یو قطري پلاوی واشنګټن ته تللی و، چې پدې اړه خبرې وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ال ثاني ویلي؛ مونږ د افغانستان د ثبات او د دې هېواد د خلکو د امنیت او هوساینې په برخه کې مرستې ته ژمن یو.

هغه زیاته کړې، چې د قطر لومړیتوب د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسول دي.

د یادونې ده، چې امریکا په ایران، سوریې او شمالي کوریا کې سفارت نلري؛ خو نور هېوادونه یې استازیتوب کوي.

Trending

Exit mobile version