تازه خبرونه

امريکا د افغانستان وضعيت د اندېښنې وړ بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د وينا له مخې واشنګټن نه شي کولای طالبان له منځه یوسي یا په افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي. ولسمشر اوباما مني چې افغانستان کې وضعیت لا هم ستونزمن دی او په څه باندې درې لسیزو کې جګړه د افغانانو د ژوند یوه برخه وه، خو زیاتوي کوم کار چې واشنګټن کولای شي دا دی چې پرې نه ږدي القاعده په افغانستان کې خوندي پټنځای ولري. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان وضعیت کړکېچن او د اندېښنې وړ بولي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکایي ځواکونو د سر اعلی قومندان په توګه په خپلې وروستۍ وینا کې لومړی په خپلو لاسته راوړنو خبرې وکړې او ویې ویل، په تېرو اتو کلونو کې د ده په حکومت کې هېڅ ترهګره ډله ونه توانېده چې د امریکا په داخل کې کوم برید پلان او یا ترسره کړي او په دې موده کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمه کې د القاعدې هسته له منځه یوړل شوه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي: “مونږ په افغانستان کې د خپلو متحدانو تر څنګ هڅې ډېرې کړې چې مونږ ته یې اجازه راکړه څو د القاعده په له منځه وړلو تمرکز وکړو او افغان دولت ته یې د بریالیتوب فرصت ورکړ. کومې دسیسې چې د افغانستان او پاکستان له داخله اداره کېدې، د تل له پاره پرې شوې او مشرتابه ته یې درانه تلفات واوښتل، د اسامه بن لادن په ګډون یې لسګونه مشران ووژل شول. د دې تر څنګ زمونږ د هڅو په پیاوړتیا سره افغانانو ته د دې فرصت برابر شو چې خپلې وړتياوې لوړې کړي او د خپل هېواد د دفاع توان پیدا کړي.”

په همدې حال کې بارک اوباما وایي چې هېواد یې نه شي کولای طالبان له منځه یوسي او یا دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي. هغه وایي، واشنګټن له القاعده سره مبارزه او له افغانانو څخه ملاتړ ته دوام ورکولای شي.

بارک اوباما زیاتوي: “افغانستان کې لا هم وضعیت ستونزمن دی. په تېرو دېرشو کلونو کې جګړه د افغانانو د ژوند یوه برخه وه او امریکا نه شي کولای طالبان له منځه یوسي او هغه هېواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي. خو څه چې کولای شي دا دي چې پرې نه ږدي څو القاعده دغه هېواد کې خوندي پناه ځای جوړ کړي او له افغانانو ملاتړ وکړي چې یوه ښه راتلونکې جوړه کړي. په همدې خاطر مونږ نه یواځې د هغوی له پوځ سره کار کړی دی بلکې په کابل کې مو د ملي یووالي له حکومت ملاتړ کړی. مونږ په افغانستان کې بدلون راووست چې له کبله يې نن امریکا خوندي ده.”

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې د ناټو تړون د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل، د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په هغه هېواد کې په پرمختګونو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي: “د ناټو غړي او شریکان به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست صلاح‌الدین رباني سره هم غونډه وکړي دوی به د غوڅ ملاتړ د ماموریت د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړي او د دې پر اړتیا به وغږېږي چې د اوږدمهال په مخه پر افغان امنیتي ځواکونو پانګونه، په یوه داسې چاپېریال کې زیاته کړي چې لا هم کړکېچن او بې ثباته دی.”

د امریکا دولت وایي چې د ترهګرو ګواښونه یواځې په سویلي آسیا، افغانستان او پاکستان کې محدود پاتې نه شول او د منځني ختیځ او افریقا شمال ته هم پراخ شول.

Trending

Exit mobile version