تازه خبرونه

امريکا: د افغان پوليسو ځينې مشران په فساد لړلي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناټو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت لوی قومندان خبرداری ورکوي چې د پولیسو ځینې مشران کمزوري او په فساد ککړ دي.

 افغان ځواکونو کې د هر ډول تحرک را منځته کېدل پر سمې مشرتابه او امنیتي بنسټونو کې د اداري فساد له منځه وړلو سره تړلې ده. جنرال جان نیکلسون دغه راز له ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې د ۱۲۷۰۰بهرنیو سرتېرو پر ساتنې ټینګار کوي. له بلې خوا د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی وایي، زیاتره پولیس هغو کسانو ته وفادار دي چې ورسره سیاسي اړیکې لري. اجرایي رییس هم په امنیتي بنسټونو کې د فساد شته والی یوه ننګونه بولي.

د ناټو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت لوی قومندان، یو ځل بیا له افغان ځواکونو څخه د اوږدمهاله ملاتړ ژمنه تازه کوي. دغه څلور ستوریز امریکایي جنرال چې د جګړو پر شدت او امنیتي بنسټونو کې پر فساد اندېښمن دی، وایي چې تېره میلادي میاشت نهه سوه افغان سرتېري له طالبانو او سخت دریځو سره جګړو کې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون وايي: “د پولیسو ځینو کنډکونو کې کمزوري او فاسد مشران شته دي او هغوی باید لرې کړل شي. لکه چې افغان سرتېري وایي، که فساد له منځه یونه وړل شي فساد به تاسو له منځه یوسي. له پرمختګونو سره سره زیات کارونه لرو چې باید ترسره یې کړو او مونږ دې لار کې له تاسو سره یو، په افغان ځواکونو کې د تحرکاتو زیاتوالی له سمې مشرۍ او د فساد له منځه وړلو سره تړلی دی.

د ناټو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت قومندان دغه راز د پولیسو په لیکو کې د ښځو د حضور په پیاوړتیا ټینګار کوي او د سولې د ټینګښت له پاره د پولیسو پياوړتیا یوه جدي اړتیا بولي.

جنرال جان نیکلسون زياتوي: “له ۱۲۷۰۰ زیات نړیوال ځواکونه به له ۲۰۱۶کال وروسته افغانستان کې حضور ولري، دغه راز د ولسمشر اوباما له خوا امریکایي سرتېرو ته د ډېر واک ورکولو مساله دا زمینه برابروي چې له دښمن سره وجنګېږو او دغه واکونه د پولیسو له ښو استخباراتو سره یو ځای مونږ ته دا اجازه راکوي چې افغانستان له ډار اچوونکو او بنسټ پالو ډلو پاک کړو.”

په همدې حال کې د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی هم د افغانستان په امنیتي بنسټونو کې له اداري فساد سره پر جدي مبارزې ټینګار کوي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی فرانس مایکل میلیبن وايي: “ډېری پوليس خپلو آمرینو ته وفادار نه دي، بلکې زیاتره هغو کسانو ته وفادار دي چې ورسره سیاسي اړیکې لري او د پولیسو سیاسي توب د هغوی د پرمختګ پر وړاندې ستره ننګونه ده. دغه راز د ښې رهبري نشتوالی د پولیسو اغېز ټیټوي او پر روحیې او وړتیاوو یې منفي اغېز پرېباسي.”

د حکومت اجرایي رییس هم د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو له پاره روانې هڅې ناکافي بولي.

اجرایي رییس عبدالله عبدالله وايي: “د فساد اداري موضوع داسې يوه موضوع نه ده چې يوازې د کاغذ پر مخ يې ورسره د مبارزې ژمنه وکړو، بلکې اداري فساد يوه داسې موضوع ده چې پوليسو ته د اوبو او خوړو له ژر نه رسېدو سره مرسته کوي.”

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وايي: “له اداري فساد سره مبارزه د بريا يوه بله کيلي ده، نن ورځ فساد د پوليسو د پرمختګ مخه نيولې ده چې د حکومت چارې يې هم له خنډونو سره مخامخ کړې دي.”

د حکومت اجرایي رییس دغه راز ټینګار کوي چې د افغانستان دښمنان پر سولې او مذاکراتو هېڅ باور نه لري او ترڅو پورې چې له یاغي ډلو بهرنی ملاتړ دوام ولري، ناامني به افغانستان کې شته وي. هغه له امنیتي ځواکونو غواړي چې د سیاسي ناندریو تر اغېز لاندې رانه شي.

Trending

Exit mobile version