نړۍ

امريکا د اوکراين د جګړې او نوالني د وژنې له کبله پر روسيې سلګونه بنديزونه ولګول

Published

on

(Last Updated On: کب ۵, ۱۴۰۲)

امریکا جمعې پر ورځ پر روسیې پراخ بندیزونه ولګول، چې له ۵۰۰ حخه ډېر افراد او بنسټونه رانغاړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې دا بندیزونه د اوکراین پر خاوره د روسیې د پوځي برید د دوه‌یم کال او د روسیې د حکومت ضد مخالف الکسي نوالني د وژنې له کبله لګول شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي؛ له دې کړنې یې موخه داده، چې د روسیې د فډراسیون ولسمشر ولادیمیر پوتین به د بهرني یرغل او کورني مخالفت د ځپلیو له کبله ډېر نور څه هم له لاسه ورکړي.

ولسمشر بایډن وایي: دا بندیزونه به هغه کسان، چې د ناولني له زنداني کولو سره تړاو لري او دغه راز د روسیې مالي سکتور، دفاعي صنعتي اډې، د تدارکاتو شبکې او د نړۍ د څو وچو په یو شمېر هېوادونو کې سرغړونکي پر نښه کړي.

په واشنګټن کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف ویلي: ایا واشنګټن له پامه غورځولې، چې بندیزونه مونږ له منځه وړلی نه‌شي؟!

دغه راز د نړۍ اووه سترو اقتصادونو، اروپايي اتحادیې او استرالیا یو ائتلاف اعلان کړی، چې غواړي د روسیې د خامو تېلو د یو بیلر ۶۰ ډالره بیه نوره هم راکمه کړي.

بایډن ویلي، چې پوتین د ۴۷ کلن ناوالني د مړینې مسوول دی، خو د روسیې حکومت په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل.

ولسمشر بایډن د پنجشنبې پر ورځ ویلي وه، چې په کالیفورنیا ایالت کې یې د ناولني له کونډې او لور سره په شخصي توګه لیدنه کړې ده.

په سان فرانسیسکو ښار کې د ناولني له میرمنې یولیا او لور داشا ناولني سره له لیدو وروسته بایډن خبریالانو ته وویل، چې د پوتین مخالف “یو باور نه کیدونکی زړور سړی” و.

د ناولني له مړینې وروسته یو شمېر اروپايي حکومتونو روسي ډیپلوماټان احضار کړل او د کریملین د دغه سخت مخالف د مړینې له کبله یې پر هغوی نیوکې وکړې.

 اروپایي ټولنې، بریټانیا او کاناډا هم پر روسیې لو لړ بندیزونه ولګول.

امریکا او متحدینو یې د جګړې له پیل راپدیخوا د روسیې پر وړاندې یو لړ اقدامات پلي کړي، چې په کې د مالي شتمنیو بندول، د پرمختللي تخنیکي صادراتو محدودول او د روسیې د تېلو صادراتو د پلور بیې ته د رسمي حد ټاکل شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت ۲۵۰ اشخاص، د سوداګرۍ وزارت ۹۰ شرکتونه او خزانې وزارت نږدې ۳۰۰ کسانو او بنسټونه د بندیزونو په نوملړ کې راوستي دي.

د ۲۰۲۲ ز.کال د فبرورۍ پر ۲۴  وسیې پر اوکراین برید وکړ او له همغې ورځې راپدیخوا د روسیې پر ضد د متحدینو کمپپاین روان دی. امریکا او متحدینو یې بېلابېل بنسټونه تر بندیز لاندې راوستي دي.

په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي، دوه اعشاریه دوه ټریلونه صادرات خنډیدلي دي.

Trending

Exit mobile version