تازه خبرونه
امريکا له افغانانو سره د مرستې ژمنه کوي
په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال مایکل رينر وايي، افغانستان لاهم له امنیتي ګواښونو سره مخ دی. د رینر په وینا امریکا له افغانستان سره د خپلو تړونونو له مخې ملاتړ ته دوام ورکوي. په همدې حال کې اجرايي رييس عبدالله عبدالله وايي، افغانستان د امریکا مرستو ته اړتیا لري.
افغان پوځیان په داسې حال کې په ټول هېواد کې له سخت دریځو سره په جګړه بوخت دي چې د درندو وسلو او هوايي ځواک تشه پر ځای ده.
په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال وايي چې هېواد له افغان پوځ سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال مایکل رینر وايي:
«تر اوسه ستونزې شته، مونږ هم په افغانستان کې د خپل حضور دوام څرګند کړ. تمه ده چې د خوندي افغانستان له پاره به له افغانانو سره ښه همکاري ولرو.»
د امریکا سفارت مسولینو په کابل کې د امریکايي پوهنتون د نجونو د لیلیې د بنسټ ډبره کېښوده. په دغه لیلیه کې به دوه سوه نجوني اوسېږي چې درې اعشاریه پنځه میلیونه ډالره لګښت به پرې راشي.
اجرايي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي:
«دا له افغانستان سره د امریکا د ژمنو یوه برخه ده. مونږ د امریکا د قربانیو او د افغانستان په بیارغونه کې د همکاریو مننه کوو.»
امریکا له افغانستان سره په تېرو کلونو کې میلیاردونه ډالره مرسته کړې، خو نیوکه دا ده چې شوې مرستې د افغانانو د ژوند په ښه والي او د امنیت په ټینګښت کې اغېزناکې نه دي تمامې شوي.