تازه خبرونه
امريکا: له کرنې او مالدارۍ سره ۳۰۰ ميليون ډالره مرسته کوي
د امریکا دولت د افغانستان د کرنې او مالدارۍ له وزارت سره د درې سوو میلیون ډالرو مرسته کوي چې تر راتلونکو څلورو کلونو به د کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه غنمو د زیاتوالي او مالدارۍ په برخو کې ولګول شي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر او د امریکا د نړیوالې پرمختیایی ادارې د رییس تر منځ نن په کابل کې په همدې خاطر یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د متحدو ایالتونو دغه تازه مرسته به د هېواد په شمال، سویل او لویدیځو سیمو کې د کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه غنمو د زیاتوالي او مالدارۍ په برخو کې ولګول شي.
د کرنۍ او مالدارۍ وزیر زياتوي، پلان کې لري چې کرنیز سېسټم کې پام وړ بدلونونه راولي او د امریکا له نړیوالې پرمختیایي ادارې سره په ګډه د دغه هدف د تر لاسه کولو له پاره کار روان دی.
د کرنې او اوبو لګولو وزیر اسد الله ضمیر وايي:
«د کرنې او مالدارۍ وزارت د افغانستان د مشروع کرنیز اقتصاد د بیا را ژوندي کولو او پیاوړي کولو په برخه کې ژمن دی او د امریکا د متحده ایالاتو له نړیوالې پرمختیایي ادارې سره په نږدې همکارۍ د دې ستراتیژیکي موخې د تر لاسه کولو پر لور روان یو.»
د امریکا نړیواله پرمختیایی اداره وایي، د افغانستان د کرنیز سېستم د پیاوړتیا او په وزارتونو کې د کاري ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې مرستو ته ژمن دي.
د امریکا د متحده ایالتونو د نړیوالې پرمختیايي ادارې رییس هیربي سمیر وايي:
«د امریکا د متحدو ایالتونو نړیواله پرمختیایي اداره له افغانستان سره پرلپسې ګډې همکارۍ لري چې زیات تمرکز یې د کرنې، په وزارتونو کې د کاري ظرفیتونو د لوړولو په برخو کې دی چې له دې لارې وزارتونه وکړای شي، ټولو خلکو ته ګټور خدمتونه وړاندې کړي.»
د امریکا نړیواله پرمختیایی اداره غواړي په یوه پنځه کلن پروګرام کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر زیاتوالي او د څارویو د ساتنې په څرنګوالي پیسې ولګوي. د دغې پروژې هدف دا دی چې د کلیوالي خلکو اقتصاد وغوړیږي.
خبرياله: نبیله حفیظي