تازه خبرونه

امريکا: پاکستان د امريکا په وړاندې دوه ګونی چلند کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس باب کراکر پاکستان د امریکا په وړاندې په دوه ګوني چلند تورن کړ.

باب کراکر وایي چې پاکستان له یوې خوا له واشنګټن سره اړیکې پالي او له بلې خوا له ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکوي. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې ځینې ترهګرې ډلې لا هم د پاکستان قبایلي سیمو کې اوسېږي. خو نوموړی وایی چې قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځیانو عملیاتو د حقاني شبکې غړي اړ کړي چې بل ځای ته وتښتي.

له پاکستان سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستو ته په پام سره لا هم دغه هېواد د واشنګټن په وړاندې په دوه ګوني چلند او له ترهګرو په ملاتړ تورنېږي. د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس پاکستان له طالبانو، حقاني شبکې او ترهګرو څخه په ملاتړ تورن کړ.

باب کراکرد امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس وايي: “پاکستان له طالبانو او حقاني شبکې څخه ملاتړ ته دوام ورکوي چې القاعده ته خوندي پناه ځای ورکړي. پاکستان په څرګنده مکرجن عمل کوي له یوې خوا له امریکا سره دوستانه اړیکې پالي خو له بلې خوا له بنسټ پالو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي. د امریکا د مالیه ورکونکو د پیسو ستره برخه وزیرستان ته ځي، خو هغوي لا هم له ترهګرو ملاتړ نه دی درولی.”

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر امریکایي سناتورانو ته ویلي چې لا هم د پاکستان قبایلي سیمو کې د ترهګرو ډلو ځینې عناصر شته، خو د پاکستاني پوځ عملیاتو حقاني شبکه اړه کړې چې خپل ځای بدل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي، ترجمه: “هغوی حقاني شبکه نورو ځایونو ته شړلې او دا بهیر دوام لري، خو لا هم ځینې ترهګرې ډلې د پاکستان قبایلي سیمو کې حضور لري چې زمونږ کار یې د پام وړ پېچلی کړی دی. مونږ له افغانستان او پاکستان سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې مرسته کوو.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان باندې د امریکا له خوا د شپږو اېف شپاړس جیټ الوتکو د پلورلو له طرحې دفاعي وکړه.

 

Trending

Exit mobile version