تازه خبرونه

امريکا: پاکستان کې د ترهګرو اډې د سيمې امنيت ته د اندېښنې وړ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د دفاع وزارت څرګندوي چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه نه یواځې د افغانستان او پاکستان بلکې د سیمې امنیت ته لویه ننګونه دي.

 پنتاګون په یوه رپوټ کې چې کانګرېس ته يې لېږلی، ویلي چې لا هم د پاکستان په خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې جګپوړي مشران آزاد فعالیت لري. له بلې خوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپل اته کلن حکومت لویې لاسته راوړنې د اسامه بن لادن او نورو زرګونو ترهګرو وژنه بولي او وایي چې دې اتو کلونو کې ترهګرو ونه کړای شول چې په امریکا کې کوم ترهګر برید عملي کړي او یا د دې هېواد امنیت ته زیان ورسوي.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما وروستۍ خبري غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې پنځه اونۍ وروسته به خپله څوکۍ ډونالد ټرمپ ته پرېږدي، خو په دغې خبري غونډه کې د نوموړي د خبرو ډېر تمرکز د امریکا، سوریې، روسیې، ایران او چین په ولسمشریزو ټاکنو و، خو د نوموړي د خبري غونډې په وروستیو برخو کې په افغانستان کې د سرتېرو په شمېر کې کموالی، د اسامه بن لادن او نورو زرګونو ترهګرو وژنه د خپل اته کلن حکومت لاسته راوړنې ګڼي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي: “کله چې ولسمشر شوم، په بهرني سیاست کې د دوو جګړو په منځ کې و. نږدې یو سل او اتیا زره سرتېري مو دې دوو جګړو کې لرل چې اوس پنځلس زرو ته را ټیت شوي دي. بن لادن یو چېرې پټ و، د جګړې په میدان کې له نورو زرګونو ترهګرو سره حذف شو. په تېرو اتو کلونو کې هېڅ ترهګر بریالی نه شو چې زمونږ پر هېواد له بهره کوم برید وکړي.”

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزارت په یوه راپور کې چې یوسل او شپږ پاڼو کې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ښه والي تر سرلیک لاندې کانګرېس ته لېږلی راغلي، د طالبانو او حقاني شبکې مشران لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او په آزاد ډول فعالیت کوي.

کانګریس ته د امریکا د دفاع وزارت رپوټ يوه برخه: “ترهګرو ډلو د طالبانو او حقاني شبکې د مشرانو په ګډون د پاکستان په خاوره کې د ننه خوندي پټنځایونه ساتلي دي. د حقاني شبکې د ګواښونو د له منځه وړلو له پاره د پاکستان فعال اقدامات نه دي لیدل شوي. له پاکستان سره د ترهګرو د پټنځایونو د مخنیوي په تړاو د واشنګټن دریځ روښانه دی. ترهګرې ډلې د طالبانو او حقاني د مشرانو په ګډون د پاکستان په خاوره کې آزاد فعالیت لري.”

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا د دفاع وزارت د دغه رپوټ په هکله داسې نظر لري.

د ولسمشر د وياند مرستيال سيد ظفر هاشمي وايي: “د هېواد ملي اردو ثابته کړې ده چې هېڅ کله به هم اجازه ور نه کړي چې دښمن يې خپلو ناوړه اهدافوته ورسېږي.”

دغه رپوټ کې زیاته شوې که څه هم د سولې په پروسه او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د همکاریو فضا پېچلې شوې، خو امریکا د سولې د یوه داسې بهیر ملاتړ کوي چې مشري یې د افغانانو په لاس کې وي، خو ولسمشر اوباما سپینې ماڼۍ کې په خپلو خبرو کې په عراق او افغانستان کې د جګړو د درانه لګښت یادونه کوي.

بارک اوباما زیاتوي: “کله چې ولسمشر شوم لا مو په عراق او افغانستان کې سرتېري وو او مونږ یوه لسیزه جګړه شاته پرېښوده او تریلیونونه ډالر مو ولګول.”

پنځلس کاله کېږي چې امریکا او متحدین یې په افغانستان کې پوځي حضور لري، خو لا هم دې هېواد کې د جګړو شدت نه دی کم شوی او ترهګر خپل ټول جنګي پلانونه د پاکستان په خاوره کې جوړوي او له همدې ځایه د وسله والو یاغیانو مشري کوي.

Trending

Exit mobile version