تازه خبرونه
امريکا په کابل کې رامنځته شوې چاودنه په سختو ټکو کې غندلې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په کابل کې د امريکا د سفارت له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د ښار د گڼ شمېر ملکيانو د استوگنې په سيمه کې د حملې ترسره کیدل انساني ژوند ته بې اعتنايي څرگندوي.
د کابل امنيه قومندان عبدالرحمن رحیمي ویلي؛ يوه لارۍ موټر، چې له چاودیدونکیو توکو ډک و، د کابل ښار په شاه شهيد سيمه کې د ملي اردو له يوې پوستې سره نيږدې وچاودېد.
د چاودنې پړه طالبانو په غاړه نه ده اخيستې.